IQNA

په افغانستان کې د شیعیانو د حقوقو د ارزونې کمیشن جوړ شو

15:55 - November 29, 2021
د خبر لمبر: 3485042
تهران (ایکنا) -د طالبانو د رهبرانو په حکم سره د افغانستان دشیعیانو د حقوقو دا رزونې کمیشن جوړ شوی او د دوي د ښاریزوحقوقو او سیاسی ځائيګي په باب فیصله کوي .

ایکنا خبری اژانس دصدای افغان له قوله راپور راکړ،د افغانستان دطالبانو یوه مسئول مقام قاری حافظ ذاکر الله نن په یولړ څرګندونو کې  ووئیل، د طالبانو د رهبرانو په حکم سره د افغانستان دشیعیانو د حقوقو دا رزونې کمیشن جوړشوی او د دوي دښاریزو حقوقو اوسیاسی ځائيګي په باب فیصله کوي .

قاری صیب له اینډيپنډينټ  سره په خبرو کې ووئیل،د شیعیانو دحقوقو ارزونې کمیشن جوړ شوی او ډیر زر طالب رهبرانو به وسیهل ددغه اورګان  جوړښت او فعالیتونه  اعلانیږي .

 دحافظ ذاکرا... په وینا ،  هغه د دغه کمیشن دمشر په توګه ټاکل شوی دی  او نوموړی کمیشن دنده لري ، د طالبانو د حکومت په جوړښت کې د شیعیانو د ځائيګي  او د دوي دقانوني حقوقو په باب  وکړي .

په عین حال کې د  حرکت اسلامی ګوند مشران چې په همداوروستیو شپو ورځو کې  ئې د افغانستان دشیعیانو په نمایندګۍ  له طالب چارواکو سره لیده کاته کړي ،  د طالبانو په وسیله د شیعیانو دحقوقو د ارزونې د کمیشن په جوړولو  ئې خوښي ښودلې ده .

  دافغانستان د  اسلامی حرکت ګوند د سیاسی کمیشن  مشر سیدالیاس جاوید ددغه ګوند له غړو سره د شیعیانو دحقوقو دارزونې  د کمیشن   دپلاوي دلیدوکاتو په اړه د انځورونو په خپرولو سره  تائيد کړې ده چې قاری حافظ ذاکرا... دطالبانو  دچارواکو له خوا ددغه کمیشن  د مشر په توګه منصوب شوی او  د شیعیانو  له  استازو سره ئې خبرې اترې  پیل کړي دي .

له دې سره په یووخت  باختر خبری آژانس چې  د طالبانو تر نظر لاندې فعالیت کوي ،راپور ورکړی ، چې د افغانستان د ملت ګوند مشر  او د هزاره  ګانو یو سیاسی فعال جعفر مهدوي  چې دتیرې پنجشنبې په ورځې ئې له طالبانو په ملاتړ کې یوه سیاسی غونډه جوړه کړې وه ،  د طالبانو دحکومت د مشر له مرستیال مولوی عبدالکبیر سره ئې لیده کاته کړي دي .

البته  تر دې دمه مشخصه نه ده چې طالبان دکومې سټراټژۍ او ځانړنو په اساس ، دقدرت په جوړښت کې  دشیعیانو د ګډون او ځائيګي په باب  فیصله کوي .
https://avapress.com/fa/253679/طالبان-کمیسیون 

captcha