IQNA

د ایټمي خبرواترو اروپائي لوری دې پخپلو ژمنو عمل وکړي

13:17 - November 30, 2021
د خبر لمبر: 3485047
 تهران (ایکنا) - د سید ابراهیم رئیسي او امانوئل مکرون په دغو ټیلیفوني خبرو کښې چې یونیم ساعت اوږدې وې، د ایران او فرانسې د دوه اړخیزو مسائلو او هم داشان په ویانا کښې د روانو ایټمي خبرواترو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر  ابراهیم ریسسی بیګا له خپل فرانسوي همڅنګ آمانویل ماکرون سره په ټیلیفوني تماس کښې،له ۴+۱ ډلې او اروپايي اتحادیې سره د ایران د ایټمي مذاکراتو په هکله خبرې اترې وکړې

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا له خپل فرانسوي همرتبه سره په دغه ټیلیفوني تماس کښې، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د اروپائي لورو په ژمنتیاؤ باندې په عمل کولو  او د امریکا د یواړخیزو بندیزونو په ختمولو باندې  په ټينګار سره ووئیل ، د ایران داسلامی جمهوریت مرکچي ټیم په کلک هوډ او جدي ارادې سره   د ویانا په روانو خبرواترو کې ګډون کوي او باید مقابل لوری چې پخپلو ژمنو ئې عمل نه دی او په تیره بیا امریکا چې په یواړخیز ډول ئې  ددغې نړیوالې موافقې په خلاف ورزۍ کولو سره  ځان ځنډې ته کړې ،باید د نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس پخپلو ژمنو عمل وکړي او دنړۍ  اندیښنې او ترینګلتیاوې دې پاي ته ورسوي .

 د سید ابراهیم رئیسي او امانوئل مکرون په دغو ټیلیفوني خبرو کښې چې یونیم ساعت اوږدې وې، د ایران او فرانسې د دوه اړخیزو مسائلو او هم داشان په ویانا کښې د روانو ایټمي خبرواترو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i108992

captcha