تهران (ایکنا) –د مصر کابو درې زره پنځه سوه انجنئيران شپه ورځ فعالیت کوي ، څود نړۍ د مذهبی ټوریزم د پلازمینې په توګه د ؛سنټ کاترین ؛ ښار نړیواله پروژه پاي ته ورسوي .
ایکنا خبری آژانس د بوابةالاهرام له قوله راپور راکړ، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی فیصله کړې ده ، د مصر په جنوبی سینا ولایت کې واقع په سنټ کاترین ښار کې د ټوریزم تر ټولو ستره پروژه تاسیس کړي . داسلام ، مسیحیّت او یهودیّت د درو آسماني دینونود سبمولونو شتون ، ددغه ښار د ټوریزم تر ټولو مهمه جاذبه شمیرل کیږي . د جنوبی سینا ولایت په مرکز کې سنټ کاترین ښار هیڅ ساحل نه لري . دسمندر له سطحې ددغه ښار ارتفاع یا لوړتیا کابو یو زر پنځه سوه میټره ده او په ژمي کې یخه او په اوړي کې معتدله هوا لري . دغه ښار له درستې نړۍ د زرګونو سیلانیانو د سیل مرکز دی او او دسنټ کاترین صومعه ددغه ښار د ټوریزم یو جاذبه حسابیږي .