ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،په عراق کښې دستر دیني مرجع آیت الله سیستاني دفتر ویلي چې د دغه هیواد له لوړرتبه دیني مرجع سره د کتنې لپاره د عراق په چارو کښې د ملګرو ملتو د استازي غوښتنه نه ده منل شوې
د عراق په چارو کښې د ملګرو ملتو استازي جنبن پلا سخارت نجف ښار ته په خپل وروستي سفر کښې د عراق د مسلمانانو د عالیقدره مرجع آیت الله سیستاني سره د ملاقات غوښتنه کړې وه خو آیت الله سیستاني یې دغه غوښتنه ونه منله.
دا په داسې حال کښې دي چې په دې وروستیو کښې د ملګرو ملتو استازي له مقتدا صدر سره ملاقات او خبرې اترې کړې وې.