IQNA

طالبان وائي اسلامی هیوادونه دې د دوي حکومت په رسمیّت وپيژني

19:28 - December 11, 2021
د خبر لمبر: 3485101
تهران(ایکنا) – د طالبانوویندوي له اسلامی هیوادونووغوښتل چې په اسلام آباد کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې په راتلونکي ناستې کې دې ددغې ډلې حکومت په رسمیّت وپيژني .

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ په  افغانستان کې د طالبانو ویندوي ذبیح الله مجاهد نن  په یولړ څرګندونو کې  ووئيل دغه ډله  د اسلامی هیوادونو د ملګرتیا موسیسې  له غړو  سره په ښو اړیکو پسې  ده  او دغه هیوادونه باید د طالبانو حکومت په رسمیّت وپيژني .

د نړیوالې ټولنې له  خوا  د په رسمیّت پيژندولو لپاره د طالبانو له پراخو هلوځلو سره سره ،تر دې  دمه  یوه هیواد حتی پاکستان هم چې  ددغې ډلې ترټولو نزدې هیواد پيژندل کیږي،  د  طالبانو دحکومت د په رسمیّت پيژندنې څخه ډډه کړې ده .

د سیمې اونړۍ هیوادونو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړول ، په ښونځیو او ټولنې کې د شتون لپاره   انجونو او میرمنو ته د  اجازت ورکول ، د طالبانو د حکومت د پيژندنې  وارمخکې شرطونه اعلان کړي دي .

https://www.irna.ir/news/84572924/%D

captcha