ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په افغانستان کښې د طالبانو لنډمهاله حکومت په دغه هیواد کښې په بهرنیو اسعارو په هر ډول پیر پلور بندیز لګولی او وئيلي ئې دي درست خلک باید په افغانیو راکړه ورکړه وکړي څو د هیواد اقتصاد له بد وضعیّت وویستل شي .
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند عقیل جان عزام نن په کابل کې په یولړ څرګندونو کې وویل: د بهرنیو اسعارو په تیره بیا ډالرو په وړاندې د افغانستان د ملي کرنسۍ (افغانۍ) د ارزښت د بې مخینې کمي په وجه به له دې وروسته ټول معاملات په افغانیو کیږي.
هغه زیاته کړه: کوم کسان چې د دې فیصلې خلاف ورزي وکړي، سزا به ویني.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کښې د امریکايي ډالر قیمت له ۱۲۰ افغانیو اوښتی دی.
داپه داسې حال کې دي چې د امریکا پشمول لویدیځي هیوادونو په افغانستان کې واک ته د طالبانوله رسیداوروسته ددغه هیواد درستې شتمنۍ او اسعاري زیرمې تړلي دي چې دغې چارې د افغانستان ولس تر ډیره حده تریخ کړی دی .