ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ، نامعلومه وسلوالو کسانو نن سهار د کابل ښار د اولسمې امنیتي حوزې اړوند د خیر خانې سیمې په مربوطاتو کې یو دین عالم مولوي بسم الله شاکر په ډزو وژلی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند انجنیر اعزام ویلي ،پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې مولوی بسم الله شاکر د سهار لمانځه لپاره جومات ته روان و.
د نوموړي په خبره پېښه د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې ده او هڅه کوي چې د پېښې عاملين ژر پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د خبر ترمخابیره کیدا پورې د برید پړه چا په غاړه نه ده اخستې البته په وروستیو څو میاشتو کې تکفیری داعشیانو په کرتو د سلګونو بې ګناه افغانانو وینه په بم چاودنو او ځان مرګو حملو کې بهولې او په سپين سترګیتوب سره ئې پړه هم په غاړه اخستې ده .
دا برید داسې مهال کېږي چې تېره ورځ هم د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند پروان سه سیمه کې د یو بل دیني عالم «مولوي عبدالسلام عابد» پر موټر ماین چاودنه شوي او د نوموړي په ګډون پکې څلور تنه ټپیان شول.