ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد عراق د وسله والو ځواکونو ویاند په الانبار ولایت کښې له عین الاسد اډې څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو خبر ورکړ او ویې ویل چې امریکايي ځواکونه به په راتلونکو څو ورځو کښې د اربیل (الحریر) اډه هم خالي کړي.
تحسین الخفاجي پرون وویل: له عین الاسد اډې څخه د امریکې د جنګي ځواکونو د وتلو عملیات بشپړ شول او اوس په دغه اډه کښې یوازې صلاحکار ځواکونه پاتې دي.
هغه زیاته کړه چې له عراق څخه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو اعلان به د دسمبر په ۳۱ نیټه وشي.