IQNA

په عراق کښې امریکايي پوځیان له عین الاسد پوځي مرکزه ووتل

21:27 - December 21, 2021
د خبر لمبر: 3485152
تهران (ایکنا) - د عراق د وسله والو ځواک ویاند تحسین الخفاجی په الانبار ولایت کښې له عین الاسد اډې څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو خبر ورکړ

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې  له قوله راپور راکړد عراق د وسله والو ځواکونو ویاند په الانبار ولایت کښې له عین الاسد اډې څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو خبر ورکړ او ویې ویل چې امریکايي ځواکونه به په راتلونکو څو ورځو کښې د اربیل (الحریر) اډه هم خالي کړي.

تحسین الخفاجي پرون وویل: له عین الاسد اډې څخه د امریکې د جنګي ځواکونو د وتلو عملیات بشپړ شول او اوس په دغه اډه کښې یوازې صلاحکار ځواکونه پاتې دي.

هغه زیاته کړه چې له عراق څخه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو اعلان به د دسمبر په ۳۱ نیټه وشي.

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i109986

captcha