ایکناخبری آژانس د مهر له قوله راپورراکړ،د ترکیې ولسمشررجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ترکیې له سترپادري او نورو پادریانو سره په کتنې کې مدعي شوی،د اسرائیلو او ترکیې اړیکې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره حیاتي دي .
د ترکیې ولسمشر همداراز په سپین سترګیتوب سره ټینګار کړی،له یهودیانو او اسرائيلو سره د انقرې اړیکې به پیاوړي او تل پاتې وي .
رجب طیب اردوغان ددې خبرې په کولو سره چې د ترکیې او صهیونیسټ رژيم د اقتصادي اړیکو وده،به د تل په شان لاپیاوړتیا سره دوام ولري، وئیلي دي،له اسرائيلو سره د اړیکو عادي کول یوه مهمه موضوع ده چې ډیره زره رامینځة شي .
د ترکیې ولسمشر څه موده مخکې هم قطر ته په سفر کې له صهیونیسټي جنایتکار رژیم سره د اړیکې د ټينګیدا په باب خبرې کړې وې .