IQNA

  د کابل میرمنو یوځل بیا د طالبانو دخپل سرو اقداماتو په ضدمظاهره وکړه 

13:08 - December 28, 2021
د خبر لمبر: 3485187
تهران(ایکنا) – د افغانستان په سلګونو ټولنیزو فعالانو او مدنی خلکو دهغه څه په نسبت چې د طالبانو ډلې د عمومی بخښنې د فرمان په باب د دغې ډ لې دجګړه مارو دبې پامۍ او دپخوانیو قوماندانانو او خلکو  دخپل سرو نیونو او شکنجې باندې په اعتراض کې مظاهره وکړه .

 ایکنا خبري آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،  په وروستیو شپو ورځو کې د  دافغانستان د کابل ښار د په پنځلسمې سیمې کې د طالبانو په وسیله د دغه هیواد د پوځ دیوه پخواني  افسر رحمت ا...قادری  دنیونې او شکنجې او دهغه د وهلو ټکولو په باب د ویډیوئي کلیپ خپریدا د خلکو د پراخو اعتراضونو او مظاهرو سبب شوې ده .

 د افغانستان په پنجشیر کې  هم په  عنابه ولسوالۍ کې د یوه ځوان کس په وژل کیدا باندې  اعتراضونه په دوهمه ورځ هم روان دي . په هغې ویډیو کې  نن په سوشل میډیا کې خپره شوي ،مظاهره کونکی یوه ښځه وائي ،  په پنجشیر ولایت کې د  طالبانو په شتون سره  ظلم لازیات شوی دی . ځوانان نیول کیږي او عام خلک هم چارماري کیږي .دغه راز په مظاهرې کې ګډون کوني میرمنې د طالبانو او وروستیو جنایتونو په ضد سخت شعارونه ورکوي .

همداراز د افغانستان رسندویو راپور ورکړی،طالبانو د آریانا ټيلیویژني چینل یو خبریال شاهپورفرهمند او د؛نورین؛خصوصي ټيلیویژني چینل  اجرائي مشر محمدعراف نوری هم نیولي دي .البته څو ساعتو وروسته طالبانو فرهمند خوشی کړی دی،خو د نوري برخلیک تردې دمه کوم خبر نشته .

داپه داسې حال کې دي چې  دطالبانو مشرانو د بخښنې عمومی اعلان کړی،خو بیا هم د تیر حکومت مسئولان نیول او شکنجه کیږي ،چې داد طالب وګړو د خپلو مشرانو د فرمان خلاف ورزي او د خلکو ځورول او کړول  ممکنه ده د دوي د نسکوریدا او ورڅخه د کرکې سبب شي .

https://www.irna.ir/news/84593045/اعتراض-

captcha