IQNA

شهیدقاسم سلیمانِي د ایران او اسلامی نړۍتر ټولو ملی او امتي شخصیّت دی

15:29 - January 01, 2022
د خبر لمبر: 3485206
تهران (ایکنا) – د سلیماني مکتب  صدق او اخلاص، جوهره او بڼه رامینځةکیدا ده چې هم ئې د هغه ژوند او شهادت  برکتناک کړی  او هم دهغه د شهادت کیفیت ، او هم  په الهي فضل سره د خداي پر درستو بندګانو  او د  اسلام د دښمنانو ئې حجت تمام کړ .

ایکناخبری اژانس راپور راکړ ، داسلامی انقلاب معظم لارښود  حضرت آیت الله  العظمی سید علی خامنه اي  نن سهار د د شهید جنرال قاسم سلیماني  دکورنۍ له غړو او دکلیزې د کمیټې له غړو سره په لیدوکاتو کې ، صدق او اخلاص ، د سلیماني مکتب سمبول  او خلاصه وبلله  او دسیمې په ځوانانو کې ئې د شهید حاج قاسم  بیلګه کیدا ته په اشارې سره  وفرمائيل  شهید  او عزیز  سلیماني د ایران او اسلامی نړۍ تر ټولو ملی او امتی شخصیّت ؤ او دی.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د سردار سلیماني شهادت یوه ملی او نړیواله اسلامی پيښه وبلله او وې فرمائيل ،  په درست ایران کې د حاج قاسم   ولسی  او نوښتي درنښت،  ددغه لوړمقام شهید په قدر پیژندنې کې د ملت  دمخکښ کیدا ښودنه  کوي .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود وفرمائيل ، دښمانانو خیال کاوه د سلیماني ، ابومهدي او د هغه د نورو ملګرو په شهادت سره به کار ختم شي خو نن سبا د دوې د مظلومانه او د ګرانې وینې په خاطر امریکا له افغانستانه تښتیدلي، له عراقه د وتلو تظاهر او د سلاکارانو او له پوځي شتون پرته رول اعلانولو ته مجبوره ده چې البته د عراق وروڼه باید په هوښیارۍ سره دغه موضوع  تعقیب کړي ، په یمن کښې د مقاومت جبهه د پرمختګ په حال کښې ده ، په سوریې کښې دښمن ماتي خوړلي ده او راتلونکي ته هیڅ هیله نلري او په ټول کښې په سیمه کښې استکبار ضد او د  مقاومت بهیر نن سبا له تیرو دوو (۲) کلونو راهسې لا پسې رونق لرلی ، شادابه شوی او په هیلې سره د کار او د حرکت په حال کښې دی .

هغه حضرت د سیمې او د اسلامي دنیا د ځوانانو په اتل او بیلګې باندې د شهید قاسم سلیماني بدلیدا ته په اشارې سره وویل نن سبا زمونږ په سیمه  کښې قاسم سلیماني د هیلې ، په نفس د اعتماد ، رشادت او د استقامت او د بریالیتوب رمز دی او هماغه راز چې ځینو کسانو سمه خبره کړي ده شهید سلیماني د خپلو دښمانانو لپاره له سردار سلیماني څخه زیات خطرناک دی .

حضرت ایت الله خامنه اي شهید قاسم سلیماني یو(۱) تل پاتې او همیشه ژوندی واقعیت وباله او زیاته یې کړه د ډونالډ ټرمپ په شان د  هغه قاتلان او  ورته کسان به هیڅکله تاریخ هیر نکړي او دوې به د تاریخ د خځلو په ټوکرې کښې ورک  کیږي البته وروسته له دې چې د خپل دنیوي جنایت قصاص ورکړي .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی خامنه اي په اینټرنیټ کښې له شهید سلیماني سره د مستکبرانو د حذفولو د شهید له نوم څخه د هغوې د ویریدا نښه او د دغه سترې بیلګې له دودیدا او خپریدا ډاریدل وبلل .

https://iqna.ir/fa/news/4025113/شهی

captcha