اکینا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، داسلامي نړۍ د لوړ سردار شهید قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې له ورځو سره په یووخت په کندهار کې د ایران په کونسلیټ کې د یادښت په دستوروکې ځای مسولانو او همداراز اهل سنت او اهل تشیع عالمانو ګډون وکړ .
په دغو دستورو کې د اهل تشیع او اهل سنتو عالمانو او شخصیتونو د سردار شهید سلیماني د شخصیت او یاد د لمانځلو په ترڅ کې حاج قاسم د مقاومت د بیلګې او د وحدت د لارې شهید یاد کړ او له نیواکګرۍ سره یې په مبارزه کې د هغو د ارزښتمنو اقداماتو قدرونه وکړه .
په دوام کې په کندهار کې د ایران کونسلر علیرضا حاجی زاده هم سردار سلیمانی د ایرانی ولس لپاره یو ملی اتل او د انحرافی لیدتوګو او بهرنیو ګواښونو په وړاندې د اسلامی امت د دفاع د لارې شهید وباله .
له بلې خوا د سوریې ولسمشر بشارالاسد هم د ډګر جنرال قاسم سلیماني د شهادت د دویمې کلیزې په مناسبت وویل دغه ګران شهید د وطن او انسانیت لپاره د سرشیندنې او قربانۍ تخم وکره او په سیمه کښې د واشنګټن او د هغه د انډیوالانو د ګټو لپاره یو خطر و. د سوریې ولسمشر په دې ټکي په ټینګار سره چې دښمنان خپلو مجرمانه پلانونو ته د شهید سلیماني په خطر باندې خبر وو، څرګنده کړه: شهید سلیماني او ابومهدي المهندس له دښمنانو سره د مقابلې بنیادونه وو.