ایکناخبري آژانس د فرانس ۲۴له قوله راپور راکړ، د فرانسې حکومت په فرانسې کې د اسلامی ټولنې په نامې سره د یوه اورګان دجوړولو خبر ورکړی څو د فرانسې د مسلمانانو د شورا جانشین شي ، چې ددغه هیواد د حکومت په تعبیر ، دجوړیدا له شلو کلونو وروسته ئې د داخلي اختلافاتو او کشمکشوو شاهد دی .
دغه پلان د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون تائيد کړی او ټاکل شوې ده ،ډير زر به په دغه هیواد کې د مسلمانانو د استازو په شتون سره داسلامی ټولنې په نامې سره یوسیمنار ترسره شي ،څود هغو غونډو بشپړونکی شي چې په وروستیو کلونو کې د فرانسې د صوبو یا ولایتونو په سویه ترسره کیږي .
د فرانسې د مسلمانانو د شورا مشر محمد موسوي هم د اسلامی ټولنې له جوړیدا د ملاتړ په اعلانولو سره وائي چې شورا ،نوره د خپل فعالیت د دوام جوګه نه ده او باید ړنګه شي ،خو په عین حال کې معلومه نهده چې له دغه نوي اورګان سره یوځاي کیدا ته څومره اسلامی ټولنې حاضرې دي . هغه په راتلونکو اونیو کې په فرانسې کې د اسلامی ټولنې په رامینڅةکیدا کې د فرانسې دحکومت د پلان په تائيدولو سره ووئيل ، ټاکل شوې ده ، په پارس کې د مدني ټولنې له اتیاؤ تر سلو پورې کلتوري شخصیّتونه ،د جماعت امامان او غوره کسان راغونډ شي څو د جمې لمانځه د امامانو د تیارولو، د اسلام د اصولودمشخص کولو او همداراز په فرانسې کې د مسلمانانو په ضد له اقداماتو سره دمقابلې پشمول د څلورو موضوعګانو په باب بحث او مشورې وکړي .
له همدا اوسه څلور کاری ډلې د آنلاین غونډو په جوړولو سره د پروګرامونو په ارزونو بوختې دي او ټاکل شوې ده ، دغه ټولنه هرکال په پارس کې یوه عمومي غونډه هم ترسره کړي .
د فرانسې حکومت یو کال مخکې په فرانسې کې د اسلام د اصولو د منشور په نامې سره د سند د اجرائي کیدا لپاره د خپلې فیصلې خبر ورکړی ؤ ، په داسې حال کې چې په دغه هیواد کې یوشمیر اسلامی ټولنو دهغې بې اعتمادئ او خطرې په دلیل چې د فرانسې د مسلمانانو د اتحاد لپاره نوموړي منشور درلودې ، ورڅخه ډډه وکړي.
د آمانوئل ماکرون حکومت باؤري دی دغه منشور د فرانسې دجمهوریت د ګټو په لړ کې دی او ددغه پلان لومړیتوبونه ،د سړي او ښځې د برابریدا ، له سیاسته د دین دجلاکیدا او د فرانسې د مسلمانانود رهبرانو په وسیله له افراط پالنې سره د مبارزې په څير موردونه بللي دي .
فرانسه کابو شپږ میلیون مسلمانان لري او په دغه هیواد کې په وروستیو کلونو کې له افراط پالنې سره د مبارزې په پلمه په دغه هیواد کې له اسلام سره د مقابلې بهیر تیز شوی ، په وروستیو څو میاشتو کې په فرانسې کې د حکومت په فرمان سره یویشت جوماتونه تړل شوي دي .