IQNA

ایران او پاکستان د امنیت له ګډوډونکو سره کلکه مقابله کوي

12:03 - January 13, 2022
د خبر لمبر: 3485261
  تهران (ایکنا) -د ایران دسرحدي ځواک قوماندان سردار احمدعلی ګودرزي ووئيل ،د ایران داسلامي جمهوریت سرحد ساتونکي  په تیره بیا په سمندري حوزې کې  له پاکستاني لوري سره ښه ارتباط  لري او  په دغه سفر کې  ټینګار شوی چې تعامل او لارې چارې په متقابل ډول پیاوړي شي .

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکرد ایران داسلامی جمهوریت  دسرحدي ځواک قوماندان سردار احمد علی ګودرزي چې  پاکستان ته په سفر تللی ،ایرناخبری آژانس سره په خبرو کې  ووئیل ،  د امنیت له ګډوډونکو سره  مقابله په قدرت سره دوام لی او ایران او پاکستان کلک هوډ لري ، څو سرحدي پټئ له امنیتی چاپيریاله   د پراختیا او اقتصادي هوساینې په لور هدایت کړي.

   سردار ګودرزي  نن  پاکستان ته دخپل سفر په دوهمه ورځ له ایرنا سره پ یولړ څرګندونو کې ووئيل ، ایران او پاکستان دوه مسلمان ګاونډي او ورور او دوست هیوادونه  دسیمې دامنیت په تامینولو، دسمندر په حوزې کې په ملګرتیا  او د  وچې او سمندري سرحدونو په اوږدو کې د مجرمانه اقداماتو  په مخنیوي کې رغنده رول لوبوي.

  سردار ګودرزي  زیاته کړې ،  د ایران داسلامي جمهوریت سرحد ساتونکي  په تیره بیا په سمندري حوزې کې  له پاکستاني لوري سره ښه ارتباط  لري او  په دغه سفر کې  ټینګار شوی چې تعامل او لارې چارې په متقابل ډول پیاوړي شي .

 دایران د سرحدي ځواک  قوماندان ووئيل ،  اسلامی ایران  تل  له ختیځي ګاونډي سره  ګډې پولې  تر نظر لاندې ساتي او په پولې باندې د کلائې  جوړونې ، د برجونو له  جوړونې  او دغه راز د ورځې له ټيکنالوجۍ څخه  په استفادې سره د ترهه ګرو خوځښتونو پشمول د هرډول غیر قانوني تګ راتګ مخنیوی کوي .

 هغه ټينګار وکړ ، اسلامی ایران  او پاکستان د سیمې او اسلامی نړۍ دوه اغیزشیندونکي هیوادونه دي  او د  سولې د دښمنانو په ضد د ګډې مقابلې او د سیمه ایز ثبات او سولې له تل پاتیکیدا سره د مرستې لپاره له برلاسه مقامه برخمن دي .

د ایران د سرحدي ځواک  قوماندان  له پاکستان سره د د وو اړخیزو ملګرتیاؤ دپیاوړتیا او د سمندر په حوزې کې  په ما نورې کې د ګډون لپاره پرون  دپاکستان کراچۍ ښار ته تللی  او ددغه هیواد دسمندري  امنیت د ادارې له لوړپوړو چارواکو سره ئې لیده کاته کړي دي .

https://www.irna.ir/news/84611684/سردار-

captcha