IQNA

د امریکا په مریلنډ کې یو جومات د دینونو ترمینځ د یوه سیمنار کوربه دی

7:34 - January 15, 2022
د خبر لمبر: 3485267
تهران (ایکنا) – د امریکا په مریلنډ ایالت کې الفلاح جومات به د توکیز برلاسي په باب د اسلام د ګران پيغمبر د لیدتوګې په موضوع سره د مسیحیّت او یهودیت  د زیات شمیر پيروکار په غونډيدا سره د دینونو ترمنیځ د  سیمنار کوربه وي .

ایکنا خبری آژانس د بالټیمور سان له قوله راپور راکړ،د امریکا د مریلنډ ایالت د هارفرډ ښار له تعلیمي ټولنې سره اړونده  الفلاح جومات به د راتلونکي اتبار یا یکشنبې په ورځ مازدیګردرې بجې ، د دینونو ترمنیځ د غږملتیا په اړه د یوه سیمنار کوربه وي .

دغه دستورې  د امریکا  دیوه آزادي غواړي مسلمان رهبر مارتین لوتر کینګ د یاددښت د ورځې په مناسبت ترسره شي . د امریکا یو مشهور خطیب چوهری عبدالمالک  د حضرت محمد مصطفی(ص) له نظره د مختلفو توکمو ترمینځ داړیکو په موضوع سره وینا وکړي .

د جومات اجرائي مدیر ریحان خان په وینا ،حضرت محمد مصطفی(ص)باؤری ؤ چې هیڅ یو انسان پر نوروبرلاسه  نه دی ، او د انسانان په اړه به د هغو د عملونو او شخصیّت په اساس  قضاؤت وشي  .

هغه ووئيل ، د ټولنې په هرې برخې کې داسې شیان شته چې باید زده کړائ شي  او مونږ ټول د مذهبی مشرانو  په توګه  ورباندې اعتقاد لرو او مونږ ټول باید هغه دودو کړو .

 هغه په عین حال کې زیاته کړې ، دغه شان سیمنار له تیر کال پرته  د کرونائي بحران په دلیل  کالو له شپږو کلونو راهسې  هرکال ترسره کیږي .سږکال به دغه سیمنار یوازې ددغه جومات په کوربتوب سره ترسره شي څو دکروناد خوریدا په دلیل په لاکم تعداد سره پکې ګډون وال شرکت وکړي . همداراز  په دغه سیمنار کې دنورو دینونو پيروګار آزاد دي یعني هرڅومرهچې وي پکې ګډون کولی شي .

دغه جومات د روژې په مبارکې میاشتې کې د روژماتي  په څير  دنورو دینونونود غونډو اوهمداراز  په ۲۰۱۹کال کې په نیوزیلنډ کې په یوه جومات کې د ډزو دقربانیانو د درنښت لپاره د یوې غونډې کوربه هم پاتې شوی دی . ریحان خان دغه راز ووئيل ، ټولو ته بلنه ده ، خلک په دې باندې په پوهیدا سره چې  مسیحیان ،مسلمانان او یهودیان تر کومه حده  سره مشترک شیان لري ،حیران شوي دي

https://iqna.ir/fa/news/4028537/%D9

captcha