ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د ايران اسلامي جمهوريت په تېرو دوو ورځو کښې د افغانستان په پلازمینی کابل کښې د ۵۰۰ ضرورتمنو کورنيو ترمېنځ د ژمي د سونګو د پوره کولو لپاره کوئله او لرګي ووېشل.
په مزار شريف او د افغانستان په نورو سيمو کښې هم د ژمي د سونګو د پوره کولو لپاره دغه شان مرستې د ايران د اسلامي جمهوريت په پروګرام کښې شاملې دي.
له دې مخکې هم ايران په افغانستان کښې په مختلفو وختونو کښې له ضرورتمنو کورنيو سره د اوړو، وريجو، شکرو او درملو مرستې کړې دي.
په افغانستان کښې د ايران د سفير مرستيال سيد حسن مرتضوي وویل، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د فرمان له مخې به په خاصه توګه د ژمي په موسم کښې له افغان ولس سره د ايران د خلقو مرستې دوام ومومي.