ایکنا خبری اژانس د العالم له قوله راپور راکړ،له دې وروسته چې د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون څو ورځې مخکې د فرانسې د مسلمانانو د شورا په ځاي چې له شلو کلونوراهسې فعاله ده ،د اسلامی ټولنې د جوړولوخبر ورکړ،د فرانسې په مسلمانې ټولنې کې ئې سخت او کرکیجن غبرګونونه راپارولي چې هماغه راز دوام لري .
د فرانسې چارواکي باؤري دیي د دوي د خوښې وړ اسلام په نمایندګۍ د مسلمانانو شورا بې وسه ده او باید د اسلام په باب د دوي د لیدتوګې په اساس یو بل اورګان جوړ شي .
دا چاره یوه داسې لمسونکي فیصله وه چې په فرانسې کې د دډ يرو اسلامی ټولنو او روحانیونو دپام وړ وګرځیده او یو شمیر هم دا د سیاسی موخو لرونکي ګڼي . دوه میاشتې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته پاتې دي ، چې آمانوئل ماکرون د هغه افراطي زوړ پال لوري د رایو په ترلاسه کولو پسې دی ، چې له اسلام او کډوالو سره په دښمنۍ مشهور دی .
دا په داسې حال کې دي ، چې د جغرافیا او سیاسی علومو استاد ډاکټر عمادالدین حمروني په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دا موضوع په خاصه توګه د فرانسې د مسلمانانو د شخصي آزادیو دمحدودولو لپاره ده او دا هماغه شی دی چې زیاتره اسلامی موسیسې او ټولنې ئې دلته په فرانسې کې ويني او دا قانون په حقیقت کې د آمانوئل ماکرون د راتلونکي ولسمشرۍ دانتخاباتو د کمپیّن په خدمت کې دی .
له بل پلوه نورو اسلامی ټولنو،د فرانسوي چارواکو په لومې کې د ښکیلیدا دخطرې په باب هم خبرداری ورکړی او د منطق د ژبې او خبرواترو غوښتنه ئې کړې ده .د فرانسې دمسلمانانو دتنظیم مشرغالب بالشیخ په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، خبرې اترې باید دعیني ټکو په اساس،په آرامښت او له عقل او پوهې سره یو ځاي وي او داسلامی ټولنو مسئولان او دجوماتونو امامان دې د خپل دین او فرهنګ تر ټولو ښه سفیر شي .
داسې ښکاري چې د فرانسې مسلمانه ټولنه به د فرانسې د ولسمشرۍ دراتلونکو انتخاباتو په نتیجو کې چې د وري د میاشتې په یویشتمه نیټه ترسره شي ، ټاکونکی رول ولري .
https://iqna.ir/fa/news/4028904/خشم-مسلمانان-فرانسه-از-انحلال-