ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپورر اکړ ، په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ پنځلس کسیز پلاوی بیګا د ناروې پلازمینې اسلو ته ورسید.
ټاکل شوې د طالبانو د موقته حکومت چارواکي د ناروې او یوشمیر اورپائي هیوادونو له چارواکو او استازو سره د افغانستان د موضوع او د بشری حقوقو او انساني وضعیّت په باب لیده کاته وکړي .
په عین حال کې ، دناروې خارجه وزیر آنیکن هویتفلډ په دې خبرې په ټينګار سره چې دغه هیوادبه په افغانستان کې د خپلو توقعاتو په تیره بیا د بشری حقوقو او انجونو د زده کړو په باب جوتې وي ،ووئيل ، دغه ناستې به په افغانستان کې د طالبانو دحکومت د په رسمیّت پيژندنې یا درواوالي د ورکولو په معنا نه وي .
د طالبانو حکومت هیله مند دی ، دغه درې ورځنی سفر د افغانستان له اوسنۍ فضا سره چې تر کلونو پورې له جنګ او شخړو سره لاس او ګریوان دی مرسته وکړي .
دتیر اګست په پنځلسمه نیټه په افغانستان کې د طالبانو له ولکې وروسته امریکا او لویدیځي هیوادونو ددغه هیواد په میلیارډونو ډالر کنګل کړي دي ، چې دغې چارې د افغان ولس لپاره ډيرې ترینګلتیاوې رامینځةکړي دي.