IQNA

13:35 - January 26, 2022
د خبر لمبر: 3485323
تهران (ایکنا) – په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو د وزارت سرپرست سراج الدین حقاني «الجزیره» ټیلي ويژن ته وویل که چیرې امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پيژندي ،نود واشنګټن پرضد ګواښ به له سره پیل شي .

ایکناخبری آژانس  د ایرنا له قوله راپور  راکړ ،په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو د وزارت سرپرست سراج الدین حقاني الجزیره ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې ووئیل ، که چیرې امریکا زمونږ د حکومت په رسمیت له پيژندلو ډډه وکړي ،نود واشنګټن پرضد ګواښ ته به دوام ورکړو .

هغه وویل امریکا د طالبانو د حکومت په رسمیت له پيژندلو په ډډه کولو سره د افغانستان د خلکو پرضد د دښمنۍ دروازې په بشپړه ډول خلاصې پرانیزي . هغه  جوته کړې که دوي په رسمیّت وپيژندل شي ، نو نور د هیڅ یوه هیواد لپاره به ګواښ نشي  او دم ګړۍ په افغانستان کې هیڅ ډول ترهه ګره ډله وجود نه لري .

د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دغه ډلې په وړاندې د امریکا په سیاست باندې نیوکې سره وویل واشنګټن له مونږ سره د نړیوالې ټولنې د تعامل خنډ شوي ده او دغه کار د منلو وړ نه دی .

د سراج الدین حقاني دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې نړۍ هیوادونو  د طالبانو په رسمیت د پیژندلو لپاره یوشمیر شرطونه کیښودلي دي لکه د ټول ګډونه حکومت جوړول ، د ښځو د حقوقو په شمول  د بشري حقوقو رعایتول ، له ترهګرۍ سره مبارزه ، د طالبانو په وړاندې د القاعده په شان له ترهګرو ډلو سره د ملګرتیا غوڅول .

https://www.irna.ir/news/84627012/حقانی-آم

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: