IQNA

په جرمني کې د اسلامی انقلاب د سباؤن لسیزې د درې څلویښتمې کلیزې دستورې جوړیږي

16:35 - January 27, 2022
د خبر لمبر: 3485330
تهران (ایکنا) – په جرمنې کې د ایران د اسلامی جمهوریت  کلتوري خونې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتبو د درې څلویښتمې کلیزې پروګرامونه چې  ډول ډول کلتوري اوهنري فعالیتونه پکې شامل دي اعلان کړل .

ایکنا خبری اژانس راپور راکړ،  په جرمنې کې د ایران  دکلتوري خونې داعلامیې په اساس ،  د سلواغې له پنځلسمې رانیولې د سلواغې تر یو یشتمې نیټې پورې  به  دایران دکلتوري اونۍ په مناسبت پروګرامونه ،  د برلین په روسیشس هاؤس  او کالدینسکي هال کې  ترسره شي ، چې  په دغو پروګرامونو کې د  ؛ایران  له پرونه تر نن پورې ؛ ، په ایران ې علم او ټيکنالوجۍ او د ایران په ټولنې کې د میرمن درول په عنوانونو او موضوعګانو  سره د انځورونو نندارتون  هم شامل دی .

 د اسلامی کلتور او ارتباطاتو  د اعلان په اساس ، د ایران د ښکلاؤ  مستند فلم نمایش  او دغه راز درې څلویښت  کلن  حیات  مستند نمایش ، په پرَدې باندې په ښودلو سره  به په برلین کې د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتو د کلیزې لپاره  په نظر کې نیول شوي پروګرامونه وي .

 په برلین کې دایران دا سلامی جمهوریت  کلتوري خونه به ، دعموم لپاره د ؛ایران  او دینونه اوکلتورونه ،  هنري مستند  فلمونه ،  او دانځور له پلوه دایران  ننداره  په څير نور کلتوري پروګرامونه اجرا شي . دغه راز په د لیدونکو او کتونکو  لپاره  دایران د لاسي صنائعو  نندارتون هم ترسره شي  او  مختلف لاسی صنائع او دغه راز مختلف   ایراني خوراکونه به  دخلکو  په خدمت کې وړاندې شي .

https://iqna.ir/fa/news/4031798/اعلام-ب 

captcha