IQNA

داعش د ځینو هیوادونو په ملاتړ نړیوال امنیت ګواښي

17:22 - January 28, 2022
د خبر لمبر: 3485331
تهران (ایکنا) - په ملګرو ملتونو کې د ایران داسلامی جمهوریت  د نمایندګۍ  مرستیالې میرمن زهرا ارشادي ټينګار وکړ چي د داعش ترهګره ډله د ځینو هیوادونو په ملاتړ نړیوال امنیت ته ننګونې رامینځ ته کوي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،په ملګرو ملتونو کې د ایران د نمایندګۍ مرستیالې سفیري  زهرا ارشادی د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې چي په سوریه کې د الحسکې په زندان باندې د داعش د برید د څېړلو لپاره د روسیې په غوښتنه تر سره شوه، وویل: هغه څه چي په دا وروستیو کې د سوریې په حسکه کې تر سره شوی، په سوریه کې د بهرنیو او په تېره د امریکا د اشغال د دوام پایلې دي.

ارشادي زیاته کړه: په سوریې او عراق کې د بهرنیو ځواکونو تر واک لاندې په سیمو کې د داعش د ترهګري ډلي د جنګیالیو فعالیت او ازاد تګ او راتګ او همدارنګه نورو هیوادونو ته د هغوی انتقال، سیمه ایز او نړیوال امنیت له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیري وویل: د حسکې په محبس باندې د داعش د ترهګري ډلي برید، ښودنه کوي چي داعش د ځینو هیوادونو په ملاتړ سره د سیمي او د نړۍ د ثبات په ضد د یو ګواښ په توګه پاتي شوی.

هغې همدارنګه تاکېد وکړ چي د سیمي هیوادونو ته د داعش د بهرنیو جنګیالیو له لوري ګواښونو ته په پام سره، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید هغوی خپلو هیوادونو ته د وراستنېدو مسالې ته لومړیتوب ورکړي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i111664

captcha