IQNA

په افغانستان کې دې درست د شیعیانو حقوقو ته د احترام په سترګه وګوري

11:21 - February 01, 2022
د خبر لمبر: 3485349
تهران (ایکنا) -د تیر اګست په پنځلسمه نیټه  په افغانستان کې د طالبانو واک ته په رسیدا پسې ددغه هیواد په تیره بیا په کابل کې پر شیعیانو څو ځله ترهه ګرې حملې شوي چې په سلګونو لمونځ ګوزار او زده کونکي پکې شهیدان او ټپیان شوي دي .

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ ، د افغانستان دسمنګان والی عبدالرحمن قندوزي  ددغه ولایت د اهل تشیّع  له سپين روبو مشرانو سره په یوې غونډې کې په افغانستان کې د شیعیانو حقوقو ته داحترام په ضرورت په ټينګار سره  ووئيل  اهل تشیّع  د افغانستان دملت یوه برخه ده  او هیڅ،ک  دوي  ته د بې احترامۍ یا سپکاوي حق نه لری ، او مونږ هم   له شیعیانو غواړو ،څو دا سلامی نظام ملاتړ  وکړي .

د سمنګان والی دغه راز ووئيل ، زه د سمنګان ولایت  له اهل تشیَع  او دهغوي له مشرانو غواړم څو پيوستون  او یووالی دې لاپیاوړی کړي .

قندوزي  دخپلو څرګندونو په یوې برخې کې  ووئيل ، د طالبانو لپاره مذهب،قومیّت او توکم  مطرح نه دی، بلکې درست افغانان  او وروڼه یوو . 

د تیر اګست په پنځلسمه نیټه  په افغانستان کې د طالبانو واک ته په رسیدا پسې ددغه هیواد په تیره بیا په کابل کې پر شیعیانو څو ځله ترهه ګرې حملې شوي چې په سلګونو لمونځ ګوزار او زده کونکي پکې شهیدان او ټپیان شوي دي .

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/11/11/2653798/

captcha