IQNA

د تقليد یو ستر مرجع آيت الله لطف الله صافي ګلپائګاني په قم کښې وفات شو.

11:35 - February 01, 2022
د خبر لمبر: 3485351
تهران (ایکنا) - د تقليد دغه مرجع له يوې مودې بيمارۍ وروسته پرون ماښام د زړۀ د درېدا له کبله په حق اورسېد.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اهلبېت عليهم السلام د مکتب دغه قدرمن فقيه ،د بروجردي، حجت، خوانساري او ګلپائګاني په شان آيت الله ګانو له نامتو شاګردانو څخه ؤ او يوه موده هم په نجف اشرف ښې له آيت الله محمد کاظم شيرازي او محمد علي کاظمي څخه علمي فېض حاصل کړ.

شېخ المراجع آيت الله صافي کلونه کلونه د قم په علميه حوزه کښې په تدريس، تحقيق اوږ د مختلفو فقهي، کلامي او حديثي آثارو په تاليف بوخت ؤ.

د اساسي قانون د خبرګانو په جرګه کښې غړيتوب، په څارونکې شورا کښې غړيتوب او د امام خميني (رح) په حکم د دغې جرګې سېکتر د حضرت آيت الله صافعي ګلبائګاني ځينې سياسي فعاليتونه وو.

د تقليد له دغه قدرمن مرجع څخه له اتيا عنوانه زيات آثار په يادګار پاتې دي چې له هغو څخه ځينو د ولايت د کال کتاب او د مهدويت د کال کباب انعامونه هم ترلاسه کړيدي.

منتخب الاثر، اوقات الصلوات، بيان الاصول  او  ثلاث رسائل فقهيه د آيت الله ګلپائګاني له آثارو څخه دي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i111842

captcha