
ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، د پاکستان مشرانو جرګې پرون له ایران سره د مسافری ریل ګاډي د افتتاح کولو پریکړه لیک په یوه خوله تصویب کړ .
په راپور کې وئيل شوي ،د ولسی ارتباطاتو د پراختیا د ضرورت او له ګاونډیانو سره د ریلي ټرانسپورټ د پراختیا په اهمیّت مشتمل پریکړه د پاکستان د واکمن ګوند تحریک انصاف دیوه غړي سناتورذیشان خانزاده په وسیله په اسلام اباد کې د دغه هیواد مشرانو جرګې په پرونۍ ناستې کې وړانډې شو .
د پاکستان د مشرانو جرګې استازو د سیمه یزو ریلي ملګرتیاؤ په تیره بیا د کویټه زاهداان د مسافری ریل ګاډي د تلوراتلو لپاره له اسلامی ایران سره د نزدې تعامل د پیاوړتیا په ملاتړ سره په یوه خوله د واکمن ګوند دا وړاندیزي پریکړه لیک تصویب کړ .
د پاکستان د ریلوې د چارو وزیر اعظم خان سواتي له دې مخکې د اسلام اباد –تهران – استانبول رتمینځ د ایکو کنټینري ریل ګاډي د بیرته فعالیت، د خپل اوسني حکومت لپاره یوه ستره بریا بللې او وئيلي ئې دي،د ایکو ریل په سیوري کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ریلی ټرانسپورټ او د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ پراختیا د حکومت په جدي ایجنډا کې شامله ده.هغه د ایکو کنټینري ریل ګاډي د افتتاح په ښو نتیجو بانډې په ډاډ څرګندولو سره ټينګار کړی ،هغه وخت لیرې نه دی چې د ایکو ریلی کریډور ترسیوري لاندې به د ایران او پاکستان ترمینځ مسافری ریل ګاډی هم حرکت وکړي .