ایکناخبری اژانس د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ ، د فرانس پریس آژانس د راپور په اساس ،په افغانستان کې د طالبانو چارواکو وئیلی دي ، دافغانستان په شپږو ولایتونو ، لغمان ،ننګرهار ، کندهار ، نیمروز ، هلمند او فراه کې له سره نن راهسې حکومتی پوهنتونونه د انجونو محصیلینو په وړاندې پرانیستل شوې .
طالبانو په دغې اعلامیې کې دافغانستان په حکومتی پوهنتونونو کې د انجونو دشتون مجوز ته په اشارې سره وئیلی دي ،یو شمیر انجونې په هغو کلاسونو کې چې کلاسونه به ئې په جلاجلا توګه ترسره شي ، شتون درلودلی دی .
د میرمنو حقوق په تیره بیا دښونې او معارفو په زمینې کې ، دنړیوالې ټولنې او طالبانو دحکومت ترمینځ یوه ترټولو مهمه ارزونکي موضوع ده .
په افاغنتسنا کې د زده کړې د لومړنیو ښونځیو له پرانیستو سره سره ،البته ددغه هیواد په زیاترو ولایتونو کې تر دې دمه مینځني ښونځي او حکومتي پوهنتونونه ، د طالبانو د ولکې له وخت راهسې او دغه راز د امریکایانو له وتلو وروسته ، پر انجونو تړل شوي دي .
له هغه وخته چې په افغانستان کې طالبانو قدرت په لاس کې اخستی ، د میرمنو لپاره یو لړ محدودیّتونه اعمال شوي دي چې د ۱۹۹۶کاله تر ۲۰۰۱کال په مودې کې د دوي د حکومت د لومړني پړاؤ یادونه کوي .
اټکل کیږی چې د افغانستان دنورو ولایتونو پوهنتونونه هم د روانې میلادي میاشتې تر وروستیو پورې پرانیستل شي . له دې مخکې خصوصي پوهنتونونه هم پر انجونو پرانیستل شوي او د درس په کلاسونو کې په جنسیّتي تفکیک سره جلاجلا ترسره کیږي .
په افغانستان کې د ملګروملتو نمایندګۍ نن د طالبانو دغه فیصله ډيره مهمه بللې ده .