ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد دعراق د عصاةب اهل الحق غورځنګ مشر قېس الخزعلي په يو ټوئيټ کښې د عراق په شمال باندې د ترکيې د جنګي الوتکو بېګانۍ حمله سخته وغندله.
د عراق خبري سرچينو د عراق د شمال د نېنوا صوبې په مخمور نومې غريزې سلسلې باندې د ترکيې د هوائي حملو خبر ورکړ چې د پي کے کے د ترهه ګرو عناصرو د نښه کولو په بهانه يې ترسره کړې.
د ترکيې ددغو هوائي حمولو په دوران کښې د عراق په مخمور غريزه سلسله کښې يو کېمپ په نښه کړې شو چې له امله يې څو تنه ووژل شول.
الخزعلي وويل:دحکومتي او سياسي افسوسناکې خاموشۍ ترمېنځ د ترکيې د نيواکګرو لخوا د عراق د حاکميت څرګندې او واضحه خلاف ورزۍ دوام لري.
الخزعلي واضحه کړه، يو مناسب وخت به راورسي چې د عراق د مقاومت جنګيالي به هم هغه شان چې امريکائي نيواګرو ته ورزده کړ د ترکيې نيواکګرو ته هم سخت درسونه ورکړي او هغوي به د عراق د پاکې خاورې پرېښودو ته مجبور کړي.