ایکناخبری آژانس د الدستور له قوله راپور راکړ ،د مصر د پورټ سعید ګورنر تورن جنرال عادل قضبان ددې خبرې په کولو سره چې د ولایت مسئولان ددغو نړیوالو سیالیو درستې سریزې پاي ته رسولي دي ، په دغو سیالیو کې د عربو، افریقائي ، اروپائي شپږ شپیته هیوادونه او هم امریکا او کینیډا ګډون کوي .
هغه ووئيل ددغو سیالیو په دوام کې به د دوو اغیزشیندونکو اسلامی شخصیّتونو څخه ،یعني د مصر د لوړپوړو علماؤ د شورا له یوه غړي احمد عمر هاشم ، دقرآئت د استاد احمد نعینع او د مصر د قرآن کریم ریډیو مشر رضا عبدالسلام درنښت هم وشي .
د سیالیو ددغه پړاؤ اجرائي مدیر او بنسټګر عادل مصیلحي هم پخپل وار ووئيل،په ګډون کونکو کې به،د سړیو لپاره دقرآن کریم دحفظ په څلورو څانګو کې او دغه راز د میرمنو په یوې ځانګړي برخې کې او ددینی سرودونو او دیني مداحیو په برخو کې سره سیالۍ وکړي .
ددغه پړاؤ قضاؤت مشري به د مصر د قرآن کریم د ارزونې د کمیټې د مشرعبدالکریم صالح په مشرتوب سره د یوې نړیوالې کمیټې په غاړه وي . او ددغې کمیټې په نورو غړو کې ،د متحده عربی اماراتو، یمن ، لیبیا او مالی هیوادونو د غږیزو چارو کارپوه عبدالفتاح طاروطي ،طاها عبدالوهاب قاري ، الحان ، حسام صقر شامل وي .
ددغو سیالیو پرانیستونکي دستورې به د فرورۍ په اتلسمه نیټه د جمعې په مازدیګر ترسره او اټکل کیږی، چې د مصر د اوقافو ،د ځوانانو اوسپورټي چارو وزیران او لوړپوړي عالمان هم شتون ولري او دغه سیالۍ به د فرورۍ تر دووویشتمې نیټې پورې دوام ومومي .