ایکناخبری اژانس راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د قرآن کریم ددغو نړیوالو سیالیو نهائي مرحله په آنلاین بڼه ترسره کیږی او یوازې ایراني او بهرني قاضیان به چې ددغو سیالیو قضاؤت کوي ، په تهران کې دیره شي ،چې د هغوي ځاي تر دې دمه نه دی اعلان شوی .
په راپور کې وئيل شوي دي د سړیو په سویه دغه نړیوالې سیالۍ د کب د میاشتې له نهمې تر څوارلسمې پورې او د میرمنو سیالۍ هم د کب د میاشتې له دولسمې تر دیارلسم نیټې پورې ترسره کیږي .
د کرونائي بحران له خوریدا وخت راسهې د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د قرآني چارو د مرکز له خوا دغه اجرائي روده دود شوې ده او ډیری حکومتي او غیر حکومتي ادارې او موسیسې په همدې طریقې سره د خپلو قرآني سیالۍترسره کوي .
په مخکینیو کلونو کې همدغه روده د پوهنتوني جهاد له خوا د مسلمانو محصیلینو د قرآن دنړیوالو سیالیو په مقدماتي مرحلې کې آزموئيل شوې وه .
ددغه مرکز مشر حمید مجیدي مهر چې دمرکز د سیالیو د مرستیالۍ مسئولیّت له دوو کلونو راهسې په غاړه لري ،د سلواغې په اولسمه نیټه ئې ددغه اورګان د مختلفو کمیټیو د استازو په شتون سره د اته دیرشمو نړیوالو سیالیو د کمیټې د غړو په دوهمې ناستې کې ووئیل ،مونږ به خپلې درستې هڅې وکاروو ،چې د مخکینیو پړاؤنو په څير او د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره د لیدوکاتو د شرائطو دبرابریدا په بڼه کې ترسره شي او دا د رهبرۍ ددفتر له لارې له اعلان سره مشروطه ده .
ټاکل شوې ده دغه سیالۍ د قرآن او معارفو له چینل او دغه راز له قرآن ریډیو څخه په مستقیمه توګه خپرې شي .