IQNA

په افغانستان کې د لوږې بحران د وړتیا ډوډۍ د ترلاسه کونکو ستروصفونو لامل شوي

20:44 - February 08, 2022
د خبر لمبر: 3485387
تهران (ایکنا)-د افغانستان په مختلفو ښارونو په تیره بیا کابل کې د خوراکي موادو کمښت او لوږه سبب شوې ده چې هره ورځ ډير زیات خلک  دنانوایانو په وړاندې د وړیا ډوډۍ د ترلاسه کولولپاره  ډير زیات خلک صفونه جوړوي .

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، دطالبانو په لاس د کابل له نیول کیدا،په بهر کې د افغانستان د شتمنیو له کنګل کیدا او دغه راز دنړیوالو مرستو له دریدا وروسته د افغانستان وضعیّت ، ورځ تر بلې لاترینګلی کیږي .بیروزګاری،بې وځلي او لوږه په دغه هیواد کې لاپسې زیاتیږي  او  داهم وئيل کیږي ، چې  د افغانستان په مختلفو  سیمو کې له لوږې د ژغورل کیدا په خاطر د نغدو پيسو په بدل کې له بده مرغه د ماشومانو د بدن د غړو د پير پلور بازارونه هم دود شوي دي .

داپه داسې حال کې دي چې په ځينو نوروهیوادونو کې خیر غواړي او افغان کډوال  له خپلو وطنوالو سره  د مرستو لپاره په نانوایانو کې د وړیا ډوډیو د وییشلو اقدام کوي . هره ورځ په سلګونو سړي او ښځې په داسې حال کې  چې  ددغه  هیواد په خينو سیموتودوخه تر منفي څو درجو پورې ټيټه شوې ،ددغونانوایانو په وړاندې دوړیا ډوډیو په خاطر تر ساعتونو ساعتونو پورې په صفونو کې دریږي .

په سوشل میډیا کې د میرمنو ،ماشومانو او بوډاګانو خپره شوي عکسونه او ویډیوګانې ددې ښودنه کوي ،  چې د کابل په شمال کې په خیرخانه  کې دیوه نانوائي په وړاندې په سلګونو ښځې اوماشومان په قطارونو کې دریدلي او د ډوډۍ د ترلاسه کولو په انتظارکوي .

https://www.irna.ir/news/84643381/%1%D8%A7%D9

captcha