IQNA

د ایران اوپآکستان د رسندوئي ملګرتیاؤ غونډه ترسره شوه

22:01 - February 08, 2022
د خبر لمبر: 3485389
تهران (ایکنا) –د ایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۳کلیزې په درشل کې د پاکستان په لاهور کې د ایران د کلتوري خونې په کوربتوب او د سرکنسول  او د میرمنود نړیوالې رسندوي ټولنې دغړو په شتون سره د اسلامي ایران او پاکستان ترمینځ درسندويي ملګرتیاؤ د ارزونې ناسته جوړه شوه .

ایکناخبری اژانس دایرنا له قوله راپور راکړ، د میرمنو د  نړیوالې رسنئ د ټولنې استازو نن سه شنبې ورځې د  پاکستان په  لاهور کې د ایران د اسلامی جمهوریت په کلتوري خونې کې په شتون سره د ایران د اسلامی انقلاب دبریالیتوب د ۴۳کلیزې  په باب په مبارکۍ وئيلوسره د ایران د کلتوري خونې له مشر جعفر  روناس سره لیده کاته وکړل .

د پاکستان رسندوئي میرمنو  په دغې کتنې کې  درسانئ او خبر په حوزې کې له ایران سره د همغږۍ لپاره پر خپلو ګروهنو باندې په ټينګار سره ، د خپل مسلمان او ګاونډي هیواد ایران  او پاکستان ترمینځ درسندوئي پراختیا غوښتنه وکړه .

 ددغې رسندوئي ټولنې مشرې میرمن مونیزا معین او ورسره  دولس کسیز پلاوي  د ایران په ضد د امریکا او دهغې دمتحدانو د غیر انساني  اقتصادي بندیزونو په وړاندې د ایران دحکومت او ولس کلکې دریدا او مقاومت په ستاینې سره ،له باطلو قدرتونو سره  په مبارزې او له مظلومانو څخه په ملاتد کې د ایران  د اسلامی جمهوریت او ولس دریځ ، د اسلامی امت اودنړۍ دهیوادونو لپاره بیلګه وباله .

 په لاهور کې دایران سر کنسول  ناظريۍ هم په ټولنې کې د حقیقت او خبرونو اوروایتونوپه بیانولو ې د رسندوئې او مطبوعاتو داهمیّت په بیانولو سره  ووئيل ۴۳کاله مخکې د حضرت امام خمیني په رهبرۍ سره  د ایران اسلامی انقلاب   په ایران  او سیمې کې ډير لوي  بدلون رامینځةکړ ، په دې توګه چې دغه انقلاب ، له سرزورو او باطلو قدرتونو سره  په مبارزې کې د مستضعفو ملتونو او مظلومانو لپاره د امید یو سپڼکی شو .

 هغه صهونیسټ رژيم  په سیمې کې د بې ثباتۍ او ناکراریو یو اصلی عامل وباله او وئې وئيل ، له بده مرغه باطلو قدرتونو په یوې پیچلي سناریو کې پخپلو رسندوئي مرستو سره تل هڅه کړې ، څو د عراق ، سورئې ،افغانستان ااو یمن پشمول په اسلامی هیوادونو کې دبحرانونو په رامینځةکولو سره  عمومي افکار  له اصلی موضوع یعني دقدس له نیواکګر رژيمه منحرف کړي .

هغه همدازار له پاکستانیو رسندویو وغوښتل ، دیمن  او سورئې او ددغو هیوادونو د ولسونو باندې تپلی جنګ  او دغه راز د نورو اسلامی  هیوادونو  اصلی واقعیّتونه دې ددغه هیواد  د ولس لپاره په خپلواکه  او آزاده توګه وړاندې کړي  او خپله انساني او اسلامی دنده دې ترسره کړي .

په دغې کتنې کې دمیرمنود نړیوالې رسندويي ټولنې مرستیالې میرمن سمبل رانا هم  ایران ته ددغې ټولنې دیوه پلاوي دسفر  لپاره دچمتووالی په اعلانولو سره  ووئیل،   د پآکستان او ایران میرمنې په رسندوئي  فعالیتونو کې په مشارکت او ګډون سره  د  دواړو ملتونو د نزدیکت او پيوستون لپاره  ښه رول لوبولی شي.

نشست همکاری های رسانه ای ایران و پاکستان برگزار شد

https://www.irna.ir/news/84644039/%D

captcha