ایکناخبری اژانس د فری پرس جورنال له قوله راپور راکړ،په ۲۰۱۴کال کې د نوبل جایزه ګټونکي او میرمنو دحقوقو فعالې ملاله یوسفزئ د هندوستان له واکوالانو وغوښتل چې د هندوستان په کرناټک صوبې کې دې دحجاب او سکارف په خاطر دې دمسلمانو میرمنو څنډې ته کول پاي ته ورسوي . دهندوستان په کرناټک صوبې کې په اودوپي ښار کې په PU حکومتي کالج کې په جنورۍ کې د حجاب بحث پيل شو چې پکې هغه شپږ محصیلین چې د درس په کلاسونو کې ئې له ستر سره ګډون کاوۀ ،وغوښتل شول څو د پوهنتون له انګڼه دې ووځي او یا دې حجاب لیرې کړي. دا موضوع اوس دهند ددغې صوبې ډیرو سیمو ته غزیدلې ده او هندو ځوانانو د دحجاب په ضد دافراطي زوړ پالو په ملاتړ سره مظاهرې کوي. دا موضوع همداراز د کرناټک صوبې له پولو ورآخو په مادیا پردیش او پودوچري صوبو کې هم چې د واکمن بی جې پي ګوند سیاستوالان پرې واکمن دي ، پراخه شوې ده .. د مادیا پردیش یوه وزیر د انضباط د رعایتولو لپاره د محصیلینو د پوښښ د یوشان کیدا غوښتنه کړې ده . نوبل جایزې ګټونکي ملاله یوسفزئ ددغو بدلونونو په غبرګون کې پخپل ټویټر کې لیکلی دي ، ښونځي ته په حجاب سره د انجونو د ورتلو ممنوعیّت بوږنونکي چاره ده ، دهندوستان واکوالان باید د مسلمانو میرمنو د ځوریدا او ګوښه کیدا مخه ونیسي . په عین حال کې د کرناټک صوبې درست ښونځي او کالجونه تر راتلونکو د رو ورځو لپاره بند شوي دي .ددغې صوبې اعلی وزیر باساواراج ایس بوماي د سولې او آرامښت د ساتلو لپاره ددغې چټي کیدا غوښته کړې ده. داپه داسې حال کې دي چې د هند وستان د کرناټک صوبې په دوو ښارونو کې په سلګونو هندیانو په لاسونو کې د هند دبیرغ په اوچتولو سره د دغې صوبې په ښونځیو او پوهنتونونو کې د حجاب دممنوعیّت په فیصلې په اعتراض کې مظاهرې هم کړي دي . https://iqna.ir/fa/news/4035106