ایکناخبری آژانس راپور راکړ ایسو شي ایټيټد پریس آژانس لیکلي دي ، کرونائي بحران ته په پام سره په درست ایران کې د ورغتیائي پروټوکولو نو په رعایتولو سره دوهم کال هم د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب ۴۳کلیزه د ګاډو اوموټرسائيکلو په وسیله په میلیوني لاریون سره لمانځل شوې او درستو ایرانیانو له خپلو آئيډیالونو سره بیعت نوی کړی دی .
په دغه راپور کې په ویانا کې د نړیوالو ایټمي خبرواترو دوام ته اشاره شوې او لیکل شوي دي ، د ایران داسلامی انقلاب دبریالیتوب کلیزه په داسې حال کې ترسره شوي ، چې له دې سره په یووخت ، په ویانا کې د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ خبرې اترې هم روانې دي .
همداراز روئيټرز خبری آژانس ، فرانس ۲۴خبری چینل ،بی بی سی ، یورونیوز ، المیادین ، اینډيپنډینټ ، المسیره خبری چینل ، ،الجزیره ، ټي این ټي رشیا ټوډې ، روسیا الیوم او نورو په لسګونو خبری چینلونو او خبری رسندویو په دې مناسبت پخپلو راپورونو کې د تهران دجمعې لمانځه له خطبو مخکې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسي وینا ته هم ډیر انعکاس ورکړی او وئيلي ئې دي ،ابراهیم ریئسي له دغه میلیوني لاریون وروسته پخپلې وینا کې وئيلي دي ، دمونږ امید اوهیله ویانا یا نیویارک ته نه ،بلکې خداي او ولس ته ده .
داپه داسې حال کې دي ، چې ډیری نړیوالو خبری چینلونو او خبری رسندویو هم په ژوندئ بڼه د ایران له مختلفو ښارونو په تیره بیا دتهران له مختلفو سیمو خپلو چینلو نو ته رابورونه او خبرونه مخابیره کي او وئيلي ئې دي ، په دغو دستورو کې تیر وخت په شان پرتم او ولوله لیدل شوي او خلکو یو ځل بیا داسلامی انقلاب له آئيډیاؤ او خپلې رهبرۍ سره مینه اوعشق نندارې ټه وړاندې کړی او ورسره ئې بیا بعیّت نوی کړی دی .