IQNA

طالبان وائي امریکا د افغانستان شتمنۍ غلا کړي دي

15:23 - February 12, 2022
د خبر لمبر: 3485406
تهران (ایکنا) - د ستمبر د يولسمې د قربانيانو د کورنيو په ګټه د افغانستان له نيمائۍ  د زياتو شتمنيو په ضبطولو کښې د امريکاد ولسمشر اقدام ،د طالبانو د حکومت ردعمل رابرسېره کړ. طالبانو د امريکې د حکومت دغه اقدام د افغانستان د خلقو د اموالو د غلا کولو او د امريکې لپاره د يوې اخلاقي ماتې په معنا وبلۀ.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د امریکا ولسمشرجوزف یایدن پرون حکم جاري کړی چې په امريکه کښې د افغان ولس کنګل کړې شوې اوۀ ميليارډ شتمنيو څخه نيمائي رقم په امريکه کښې د ستمبر د يولسمې پېښې د قربانيانو د کورنيو ترمېنځ  ووېشي.

دغه حکم د طالبانوغبرګون رامنځته کړ او د طالبانو دحکومت وياند محمدنعيم په يو ټوئيت کښې دغه اقدام د امريکې د اخلاقي ماتې ښودوننکی وبلۀ.

د ستمبر د يولسمې د پېښې قربانيانو ته د افغان ولس د شتمنيو په بيلولو کښې امريکې اقدام په داسې  حال کښې ترسره کيږي چې د ملګرو ملتو له ماشومانو  د ملاتړ صندوق يونيسېف يو ځل بيا په افغانستان کښې د ناوړه خوړوپه وجه د يو ميلين ماشومانو د مړۀ کېدو د احتمال په اړه خبردارے ورکړے دے.

د بائيډن د حکم مطابق په امريکه ټولې مالي ادارې پکار دے له افغانستان سره اړوند شتمنۍ د نيويارک ايالت به فيډرل ذخيرو بېنک کښې يو بيل حساب ته منتقل کړي.

په افغانستان باندې د طالبانو له تسلطه وروسته خلق له سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ شوي دي چې مهمه وجه يې د هغو مرستو بندېدل دي چې نړيوالې ټولنې به د افغانستان مخکيني حکومت ته ورکولې.

د طالبانو حکومت تراوسه څو ځل له امريکې ، نورو هېوادونو و ادارو چې د افغانستان تقريباً لس ميليارډ ډالر يې بلاک کړي دي غوښتي دي چې زرترزه دې دغه پېسې دغه حکومت ته ورکړي چې د دغه هېواد اقتصادي مشکلات کم شي.

د امريکې د کانګرس غړې مېرمن ايلهان عمر هم د افغانستان د بلاک شويو شتمنيو د برخليک په اړه د جوبائيډن د فېصلې په ردعمل کښې په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: د ستمبر د يولسمې په پېښه کښې د الوتکې تښتؤنکو ترمېنځ حتي يو افغان هم شتون نه لرۀ. په همدې حال کښې مونږ د سعودي او مصر حکومتونو ته په ميليارډونو ډالرو ورکوو چې د ستمبر د يولسمې له ترهه ګرو سره نېغ په نېغه ارتباط لري. حتی که داسې نه وې نو بيا هم د دغو جنايتون لپاره په افغانستان کښې د ميلينونو اوږو او نهارو خلقو سزا کول بې انصافي ده.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i112170

captcha