ایکناخبری آژانس د الامام علی چینل له قوله راپور راکړود علوي مقدس آستان د مدیره پلاوي یو ه مسئول سلیم الجصاني دغه دستورې ،د حضرت امیر المومنین امام علی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په شپه ا و ورځ ، د حضرت امام حسین ، حضرت عباس علمدار ، امامین کاظمین او امامیّن عسکرین علیهم السلام دحرمیّنو چمتووالی بللي .
د الجصاني په ونیا و دعلوي مقدس آستان یوبل بیرغ هم د حضرت امام علی علیه السلام د میلاد په شپه د حضرت زینب سلام الله علیها پر سپيڅلي حرم د نصبولو لپاره د زینبیه آستان ته لیږدولی دی . هغه وئيلی دي ، د قدس رضوي او د کوفې جومات د آستانونو مسئولانو هم ددغو دستورو د ترسره کولو لپاره ډيره ګروهنه ښودلې او د رضوي سپيڅلي حرم او د کوفې دجومات په انګڼ کې به د امیر المومنین دبیرغ د رپَوَلو لپاره هم دستورې جوړې شي .
الجصاني په دوام کې وئيلي دي ، دعلوي مبارک بیرغ د رپَوَلو دستورې د کعبې د مولود دجشن د پروګرامونو په ترڅ کې دی ، چې نن شپه ترسره کیږي . له بل پلوه ددغې جشنوارې په نورو پروګرامونو کې د حضرت امام علی علیه السلام د سپيڅلي حرم د شمالی مینارې افتتاح هم شامله ده چې په طلاکارۍ سره تیاره شوې ده .