ایکناخبری اژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو زویر احمد وحیدي نن د پاکستان په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران سره په لیدوکاتو کې ددواړو هیوادونو ترمینځ د ورورولۍ داړیکو په پراختیا او همداراز د سرحدي بازارچو پر رونټیا ټينګار وکړ .
داپه داسې حال کې دي چې له دې مخکې د ایران دکورنیو چارو وزیر د پاکستان د پوځ له عمومي قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه سره هم لیده کاته کړي او د دواړو هیوادونو دسرحدي امنیتی ترینګلتیاؤ او دغه راز ئې دترهه ګرۍ او ترهه ګرو په ضد د ګډو امنیتی اقداماتو په باب هم ورسره بحث او دنظر تبادله کړې ده .
د پاکستان له لومړي وزیر سره په کتنې کې چې په اسلام اباد کې د ایران سفیر سید محمدعلی حسیني هم پکې موجود ؤ دواړو لورو د دوو ګاونډیو او ورور هیوادونو ترمینځ د سولې او دوستۍ او دپولو د امنیت او دغه راز د سیمه ایزو او نړیوالووروستیو بدلونونو په باب هم خبرې اترې وشوې.
په دغې کتنې کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره ووئيل ، پوځي لاره هیڅکله هم ددغه هیواد د مسئلو اوترینګلتیاؤ حل لاره نشي کیدلی او باید ددغه هیواد د ولس او سیاسی ډلو ټپلو په مشورو او ګډون سره یوې حل لارې ته ورسیږي او نړیواله ټولنه هم دغه جنګ ځپلی هیواد د مشکلاتو او بحران په وخت کې یوازې پرې نه ږدي او باید ددغه هیواد د ولس دسختو حالاتو د ختمولو لپاره جدي او ځانګړي ګامونه پورته کړي .
وروستي راپورونه ښئ چې د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر له دغولیدوکاتو وروسته دیوه ورځني سفرپه پاي کې دتهران په لور خوځیدلی دی .