IQNA

ایران شفاهی ضمانتونه هیڅکله هم نه مني

13:44 - February 16, 2022
د خبر لمبر: 3485421
تهران (ایکنا)امیر عبداللهیان روښانه کړې ،واشنګټن نه دی توانیدلی،ددې تضمین لپاره د ایران غوښتنې ته  چې  هیڅ یو لوری  له ایټمی موافقې ونه وتل شي ، ځواب ورکړي .

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له فائيننشل ټایمز  خپرونې سره په  خصوصي مرکې کې دخپلو ژمنو  په بدعهدۍ کې د مرایکا ناسمې مخینې ته په اشارې سره ټينګار وکړ،ددغه هیواد د کانګرس استازي دې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په وړاندې د واشنګټن د ژمنتیاؤ په باب  سیاسی اعلامیه صادره کړي او خپل اصلیّت دې نندارې ته وړاندي کړي .

امیر عبداللهیان روښانه کړې ،واشنګټن نه دی توانیدلی،ددې تضمین لپاره د ایران غوښتنې ته  چې  هیڅ یو لوری  له ایټمی موافقې ونه وتل شي ، ځواب ورکړي .

د ایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې  په ایران کې عمومی افکار د یو ضمانت په توګه ددغه هیواد د  حکومت د ولسمشر  خبرې ومني،پاتې خو لاامریکا چې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتلې ده،ټینګار وکړ،د ایران اسلامی جمهوریت  د هغو درستو بندیزونو دلغوه کولو غوښته کوي و چې دایران په ضد دډونالډټرمپ په پړاؤ کې لګول شوي دي .

امیر عبداللهیان  همداراز دجامع نړیوالې ایټمي موافقې په وړاندې د ایران له ژمنتیاؤ سره په ارتباط کې هم ووئيل،د ایران ژمنتیاوې،د ریاضۍ د یوې فارمولې په څير شفافې دي،هغه څه چې ټاکل شوې ده  ایران ئې ترسره کړي  او ددغو اقداماتو د تائيدیدا څرنګوالی د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژآنس  له لارې چې یو  مرجع اورګان دی ،په بشپړ ډول روښانه دي .

د ایران خارجه وزیر د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د درستو یو اړخیزو بندیوزنو په لغوه کیدا باندې په ټينګار سره  ووئيل ، ایران غواړي ،خبرې اترې د بندیزونو د  بشپړلغوه کیدا سبب شي، خو د جوزف بایډن  حکومت یوازې د هغو اقتصادي بندیزونو حذفولو سره  ګروهنه  لري ، چې د ټرمپ په پړاؤ کې  دیاران په ضد تپل شوي دي .

 امیر عبداللهیان  همداراز د ایران د اسلامی جمهوریت له استازو سره د مستقیمو خبرو په باب  د امریکائي  چارواکو د سیګنلونو په باب  هم ووئيل ،امریکایي چارواکو له ایران سره د مستقیمو خبرواترو لپاره ډير پیغامونه  رالیږلي دي ، خو ایران  دغه ټول وړاندیزونه رد کړي دي.

https://www.irna.ir/news/84652312/امیرعبداللهیان

captcha