ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ ، دایران د اسلامی جمهوریت لوړپوړي مرکچي علی باقري کني بیګاپه ویانا کې د نړیوالو ایټمی خبرواترو په باب پخپل یوه پیغام کې ولیکل ، له اونیو کوټلو خبرواترو وروسته ، له بل هروخته زیات د ۴+۱ ډلې له مرکچي ټيمونو سره یوې ښې موافقې ته ډير نزدې شوي یوو ، البته کله د هر څه په باب سره پخلاشوي نه وو،نو ګواکې دهیڅ شي په باب کومه موافقه نه ده شوې .
لی باقري کني ووئيل ، له زیات غوښتنې ډډه کول او دتیرو څلورو کلونو تجروبې ته توجه کول ، ددغه هدف دپوره کیدا لازمه ده .
ایران په ویانا کې خپله ایجنډا مشخصه کړې ده او خپلې سیاسی فیصلې ئې ترسره کړي دي ،او اوس وخت رارسیدلی چې لویدیځوال دې په سیاسی فیصلو کولو سره ، نهائي موافقې ته درسیدا لپاره اقدام وکړي .
داپه داسې حال کې دي چې دروسیې د ایټمي خبرواترو دمرکچي ټيم مشر میخائيل اولیانوف هم د ایران په چارو کې دامریکا له ځانګړي استازي راب مالې سره د لیدوکاتو د عکس په خپرولو سره پخپل تویټ کې لیکلي دي ،کوټلي مشورې له کوم ځنډ پرته هماغه راز روانې دي . له دې سره په یووخت د امریکا د خارجه وزارت ویندوي نډ پرایس بیګا په یولړ څرګندونو کې ووئيل د پیچلو خبرواترو په وروستیو مرحلو کې یوو او البته باید یو ځل بیا ووایم چې د ویانا دخبرو اترو په باب به د ایران او ارمیکا مستقیمې خبرې اترې دمونږ په ګټه وي .
داپه داسې حال کې دي چې دایران اړونده مسئولانو په کرتو وئيلی دي ،دایران اسلامی جمهوریت په یوه واحد متن کې او د ویانا دخبرواترو دموافقې په نهائي متن کې دخپلو ملی ګټو له ضمانت او د خپلو روا غوښتنو له لحاظ کولو پرته بل هیڅ شی نه تعقیبوي او د ایران دا سیاست ، له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په وتلو کې د امریکاد بد عهدۍ او د ایران دملی ګټو د نه تضمینیدا دتجروبې په سبب تل پاتې دی.