IQNA

نړیواله ټولنه دې دافغانستان ولس په سختوشرائطوکې یوازې نه پریږدي

11:55 - February 18, 2022
د خبر لمبر: 3485429
تهران (ایکنا) -جنرال قمر جاوید باجوه په بروکسل کې د اروپائي اتحادئې د پوځي کمیشن له مشر کلوډیو ګرازیانو  او سټیفانو سانینو پشمول  له سیاسی  و پوځی چارواکو سره کتنه او خبرې اترې  کړي او د افغانستان د وروستیو حالاتو په باب ئې هم ځانګړی  بحثونه کړي دي .

ایکناخبری اژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوا او ورسره پلاوی چې په یوه رسمي سفر د بیلجیم بروکسل ته تللی ،له اروپائي چارواکو سره ئې د افغانستان د وروستیو بدلونونو اونورو مسئلو په باب په  داسې حال کې لیده کاته کړي ، چې په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت پلاوي په همداوروستیو کې ددغه هیواد د وروستیو حالاتو په باب په قطر کې د اروپائي اتحادئې له استازو سره خبرې کړي دي .

 د پاکستان دپوځ د عمومي اړیکو دفتر (آئي ایس پي آر) نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي ، جنرال قمر جاوید باجوه په بروکسل کې د اروپائي اتحادئې د پوځي کمیشن له مشر کلوډیو ګرازیانو او سټیفانو سانینو پشمول  له سیاسی او پوځی چارواکو سره کتنه او خبرې اترې  کړي او د افغانستان د وروستیو حالاتو په باب ئې هم ځانګړی  بحثونه کړي دي .

داپه داسې حال کې دی چې په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت دخارجه زوارت سرپرست امیرخان متقي په قطر کې د شپاړسو اروپائي  هیوادونو له سفیرانو سره په کتنې کې وئيلی وو،د ستمبر د یولسمې نیټې د پيښو د ګرَمې په توګه د افغانستان د شتمنیو  غلا کول د منلو وړ نه دي .

همدااوس افغانستان د امریکا او ځینو اروپائي هیوادونو له خوا ددغه هیواد دشتمنیو د مصادره کیدا او بندیزونو په دلیل  له سترانساني او اقتصادي ناؤرین سره لاس او ګریوان دی .

https://www.irna.ir/news/84654089/رایزنی-

captcha