ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اسلام اباد له فاینیشنل ابزرور خپرونې سره په خبرو کې له ایران سره د تجارتي ملګرتیاؤ د آسانولو په موخې سره ، ددغه هیواد د مرکزی بانک له مشر او دغه راز د ملی عایداتو د ادارې (ایف بی آر) له مشرڅخه غوښتي ، له ایران سره د دوو اړخیز تجارت لپاره دې د ځاي کرنسۍ له لارې درست لازم ترتیبات برابر کړي .
ایران او پاکستان پر دې سربیره چې ګاونډي او اوږدې پولې لرونکي دوست هیوادونه دي ، د اکوسیمه ایزې ملګرتیا موسیسې مهم غړي هم دي . په عین حال کې د ایران او پاکستان دتجارتي اړیکو اندازه د منلو وړ ترحده نه ده .
په دې باب د سیمې او پاکستان د چارو یو تکړه کارپوه اوشناندی پیر محمد ملازهي وائي ، د ایران او پاکستان ترمینځ د اقتصادي اړیکو د ودې نه کولو یو ترټولو مهم دلیل ،د ورژو او مالټو په څير ورته او یو شکل سره د شیانو تولید دی او د اړیکو پراختیا د بشپړونکو شیانو تولید ته اړتیا لري .
د سیاسی څارونکو له نظره د ودانیو د وسائيلو او مصالو په شان دملګرتیا د پراختیا ظرفیّتونو لازیاته پیژندګلوي ، د ایران او پاکستان د ملګرتیاؤ په پراختیا کې مناسبه لور نیونه برابرولی شي . پر دې سربیره ، د پولو دواړو خواؤ داقتاصدي مناسباتو پراختیا او د سرحدي بازارچو لافعالیدا ، دایران او پاکستان دتجارتي مناسباتو د سوئې د زیاتولو لپاره یوه مهمه لاره چاره ده .
همداراز د پاکستان د مسئلو او چارو یو بل کارپوه او شناندی محسن روئي صفت هم په دې باب ووئيل ، د سیستان او بلوچستان پشمول چې له پاکستان سره ګډه اوږده پوله لري ، په سرحدي سیمو کې دپوله ایزو بازارچو پراختیا، نه یوازې د دواړو خواؤ دځاي خلکو په ګټه ده ، بلکې د سیمې د خلکو د عایداتو او د معیشیت پر سوئې هم مهمې اغیزې شیندي .
په هرحال، که څه هم تهران او اسلام اباد په کال کې تر پنځه میلیارډ ډالري ارزښت پورې د اقتصادي مناسباتو د لوړتیا لپاره کلک هوډ لري ، خو د ایران او پاکستان دوو هیوادونو اقتصادي اړیکې هیڅکله هم قانع کونکي نه دي او د دوواړخیزو مناسباتو لوړتیا د لازیاتو اقتصادي او تجارتی ظرفیّتونو پيژندګلوۍ په تیره بیا د سرحدي بازارچو په برخې کې پراختیا ته اړتیا لري .
په عین حال کې هغو بندیزونو ته په پام سره چې امریکا د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد لګولي دي ، او په عین حال کې د اقتصادي او اسعاري مشکلاتو په دلیل ، د تجارت لپار له ملی او ځاي کرنسۍ څخه د ایران او پاکستان استفاده ،د دواړو هیوادونو د تجارتي او اقتصادي مناسباتو د سوئې له لوړتیا سره مهمه مرسته کیدلی شي . بې شکه داسلامی هیوادونو کړچار ، د یوه بل د اړتیاؤ تامینولو ته پام هم له لویدیځ او امریکا سره د د دوي اړوندوالی تر ډيره حده کمولی شي ، چې دا چاره د اسلامی هیوادونو او په تیره دسیمه ایزو هیوادونو پخپل لاس د ډيرو مشکلاتو او شخړو د حل کِلي هم کیدلی شي .