په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د مشر د اداري چارو مرستیال عبدالسلام حنفي ددغه هیواد اهل تشیَع له یوشمیر مشرانو سره په کتنې کې ووئي لدغه حکومت به دشیعیانو پر مشکلاتو او نظرونو حتما غور وکړي .
د افغانستان د اهل تشیّع د عالمانو شورا،تل دطالبانو په موقته حکومت کې ددغه هیواد د شیعیانو د رول او ځائيګي غوښته کړې ده .
له دې مخکې هم د افغانستان د شیعیانو دعالمانو شورا له طالب چارواکو سره په دغه هیواد کې د ټول شموله حکومت دجوړولو په باب خبرې اترې کړي دي .
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی، عبدالسلام حنفي په دغې کتنې کې چې ددغه هیواد د اهل تشیّع پر عالمانو ،استاذانو ا و ځوانانو مشتمله وه ، د دوي دنظرونو او وړاندیزونو له آوریدو وروسته ژمنهورکړه ،د افغانستان داهل تشیّع مشکلاتو او غوښتو ته به لازمه توجه وکړي .
عبدالسلام حنفي له دې مخکې وئيلي وو،په افغانستان کې د اهل تشیّع او اهل تسنن ترمینځ هیڅ توپیر او اختلافات نشته او هیچا ته مذهبی اختلافاتو ته د لمن وهلو اجازت نه ورکوو .
له دې مخکې د افغانستان د شیعیانو دعالمانو دشورا مرستیال سید حسین علمي بلخي هم دې ته په اشارې سره چې ددغه هیواد د اهل تشیّع ټولنه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره ملګرتیا ته تیاره ده ، ټینګار کړی ، تاؤتریخوالی ددغه هیواد د ولس په ګټه نه دی . هغه په افغانستان کې بوږنونکو انساني ترینګلتیاؤ ته په اشارې سره ووئیل ، ددغه هیواد خلک ، د طالبانو له خوا د عدالت د راعایتولو او په درستو خلکو کې په تیره بیا په محرومو سیمو کې د مرستو په عادلانه او شفاف ډول د ویشل کیدا غوښتونکي دي .