ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان بیګا د میونیخ په اته پنځوسمې امنیتی غونډې کې پخپلو څرګندونو کې ووئیل ، عربستان ، له اسلامی ایران سره د خبرواترو د پنځم پړاؤ په انتظار کې دی او ددغه بهیر دبریالیتوب هیله کوي .
تر دې دمه دعراق په کوربتوب سره د ایران او عربستان دخبرواترو څلور پړاؤنه ترسره شوي دي .
د ایران اسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په کرتو له سعودی عربستان د خبرواترو د دوام لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او ددغو خبرواترو دوام ئې د مقابل لوري له ارادې او هوډ سره اړونده بللی دی .
د عربستان خارجه وزیرهمداراز له تهران سره موافقې ته درسیدا په خاطر دعملی ګامونو د پورته کولو لپاره د ریاض دچارواکو نه چمتووالي ته له اشارې پرته هیله ښودلې ده چې ایران دې جدي ګروهنه ولرل شي ، څو موافقې ته درسیدا لپاره یوه نوي کاري روده ترلاسه کړئ شي .
د سعودي عربستان خارجه وزیر چې هیواد ئې د یمن له ولس سره دجنګ په دوام بوخت دی ، همداراز ووئيل ، ریاض به هماغه شان ،د یمن له مستعفي حکومت څخه ملاتړ ته دوام ورکړ ي او هڅه به وکړي ، چې د دغه هیواد د ملی نجات حکومت و اوربند لپاره قانع کړي .
فیصل بن فرحان په میونیخ کې د امریکا له خارجه وزیر انتونیو بلینکن سره هم کتنه کړې او د ایران دایټمي خبرواترو او همداراز د ریاض اوتهران ترمینځ د روانو خبرواترو په باب ئې وسره دنظر تبادله وکړه .