ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپورراکړ، د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر او د قطر امیر ددواړو هیوادونو د لوړروتبه پلاؤ په ګډې غونډې کې ټينګار وکړ ، د دواړو هیوادنوو د اقتصادی ملګرتیاؤ د ګډو کمیشن مشران او اجرائي مسئولان د دوواړخیزو تعاملاتو او ملګرتیاؤ دپراختیا لپاره دوه چنده هڅه وکړي .
د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته ، دایران او قطر د لوړروتبه پلاؤ په ګډې ناستې کې ددې خبرې په کولو سره چې اعتقادي او کلتوری مشترکات تل د دوو ملتونو او حکومتونو داړیکو د پیاوړتیا زمنیه جوړونکي دي ، ووئيل و دتهران او دوحې د اړیکو سویه باید په ټولو زمینو کې په تیره بیا په اقتصادي او سیاسی سویو کې لوړه شي .
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې د ایران او قطر دوه اړخیز و تعاملاتو پياوړتیا باید د دواړو هیوادونو د سیمه ایزو ملګرتیاؤ او نړیوالو رول لوبونې ته هم وغزیږي ، ووئيل ، اسلامی ایران تل د قطر پشمول د سیمې د درستو هیوادونو لپاره یو ریښتونی اود وست ګاونډی دی او ددغې ادعا د اثبات لپاره تر ټولو څرګند مصداق د فلسطین دمظلوم ملت له حقوقو د ایران همیشنی ملاتړ دی .
ابراهیم ریئسي د فلسطیني ملت د درستو پرګنو په ګډون سره د فلسطین دموضوع دحل لپاره د اسلامی ایران د حل لارې په یادولو سره ووئيل ؛ که اسلامی امت متحد وي ، نو د فلسطنیانو حقوق به تحقق ومومي او د صهیونیسټانو ظلم اوکړاؤ به پاي ته ورسیږي .
د اسلامی ایران ولسمشر همداراز له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو دعادي کولو لپاره دځينو هیوادونو دهڅې په رټلو سره روښانه کړه، په سیمې کې د صهونیستي تیریګر او جنایتکار رژيم د شتون پراختیا، د درستو هیوادونو په تاوان ده ، ځکه دغه رژيم به د خپلو ګټو دتامینولوپه لاره کې دن ورو هیوادونو امنیت او ثبات تر اغیزو لاندې راولي .
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هم په دغې ناستې کې ووئيل ، هیواد ئې کلک هوډ لري ، چې له ایران سره خپلې اړیکې د دوو ملتونو د تاریخي او ریښه لرونکو تعاملاتو او په مختلفو زمینو کې پراخې کړي . د قطر امیر همداراز د سوله ایزو ایټمي فعالیتونو په زمینې کې د ایران دملت دحقوقو په دفاع کې د خپل هیواد ثابت دریځ ته په اشارې سره روښانه کړه ،قطر تل ټینګار کړی ، چې د هیوادونو ترمینځ د اختلافاتو دحل یوازینۍ لاره خبرې اترې دي او دهرې یوې موافقې دوام ،د موافقې د درستو لورو له خوا ژمنتیاؤ ته په پابندۍ او عمل کې نغښتی دی . شیخ تمیم په دوام کې د فلسطین دمظلو م تل د حقوقو دفاع ، د قطر د بهرنی سیاست یو لومړیتوب وبالۀ او وې وئيل ، د فلسطین په باب د قطر ثابت دریځ ، هماغه د نړۍ د ازادي غواړو دریځ دی .
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون سهار د قطر دامیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په رسمي بلنې سره د اوپک په شپږمې سرمشریزې کې د ګډون او لیدوکاتو لپاره په دوه ورځني سفر قطر ته تللی دی.