ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام ویسټ په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدا شپږ میاشتې تیریږي ، چې تر اوسه په افغانستان کې د ټولشموله حکومت لپاره هڅې بې نتیجې دي، خو د افغانستان له سرپرست او موقته حکومت سره د ډیپلوماسۍ دوام د ټولو په ګټه دی.
د افغانستان په چارو کې د امریکا دځانګړي استازي ټام ویسټ دغه څرګندونې د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه یوه ګردي مېز کې شوي او وئيلي ئې دي ، په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو اړتیا شته او د دې موخې لپاره د خبرو دوام حتمي دی، د طالبانو له موقته حکومته د تیریدا موضوع ، د افغانانو ترمینځ هغو ملی خبرواترو ته ضرورت دی ،چې تر دې دمه پکې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.
داپه داسې حال کې دي چې تر دې دمه له طالبانو سره د ډيپلوماسۍ د دوام په باب د امریکا دریځ ډير سخت ؤ نو دا څرګندونې ښئ چې په افغانستان کې د طالبانو ډلې د حاکمیّت په باب دسپينې مانۍ په دریځونو کې تر ډیره حده نرمښت لیدل کیږي .