ایکناخبري آژانس د ایران پریس له قوله راپور راکړ،د افغانستان په سلګونوځوانانو او لوبغاړو نن په کابل کې د امریکا په ضد په مظاهره جوړولو سره،له دغه هیواده وغوښتل،د افغانستان کنګل شوي پیسې دې آزادې کړي .دوی همداراز مړه دې امریکا،زنده باد افغانستان په څیر شعارونه ورکول او په لاسونو کې ئې د افغانستان د ټاټوبي او ولس په ضد استعماري دسیسې او اقدامات خطرنا ک بللو او دغه راز په بې شرمۍ سره د امریکا شړل او په هر ډګر کې ورسره دمقابلې په شعارونو سره پلې کارډونه هم اوچت کړي وو.
د امریکا ولسمشر جوزف بایډن په افغانستان کې دلوږې او بې وځلۍ او اقتصادي بحران له اوج سره په یووخت ، ددغه هیواد شتمنیو پر مصادره اوکنګل کولو سربیره ، له دغو پيسو یوه برخه د ستمبر د یولسمې د پيښو دقربانیانو کورنیو ته و ورکولو امر کړی دی . د امریکا د ولسمشر ددغې فیصلې په اساس ،ټاکل شوې ده ،په امریکا کې د افغانستان له کنګل شوو شتمنیو څخه درې نیم میلیارډ ډالرد ددغو قربانیانو کورنیو ته بیله شوي او دغه راز بله برخه ئې هم په افغانستان کې له خلکو سره مرستو ته بیّله کړې ده،چې د امریکا د استعماري حکومت دغه فیصله د افغانستان د ولس له پراخو اعتراضونو سره مخ شوې ده .
په راپور کې وئيل شوي دي ، د افغانستان په سلګونو ځوانانو او لوبغاړو د مظاهرې په پاي کې پخپلې پایزې اعلامیې کې د افغانستان د ولس د شتمنیو په غلا کولو کې د امریکا دغه غلا او کرغیړن اقدام په کلکه محکوم کړی او پر ملګروملتو ئې غږ کړی چې د امریکا ددغه غیر قانوني اقدام په خلاف دې جدي او د نړیوالو قوانینو په اساس اقدام وکړي .
له دې مخکې هم دافغانستان په مختلفو سیمو کې په لسګونو ځله د امریکا د دغې غلا په ضد سترې مظاهرې او اعتراضونه کړي دي .