ایکنا خبری اژانس راپور ورکړ،د ایران د اوقافو د ادارې او د خیریه چارو د قرآنی چارو د مرکز د اعلامیې په اساس ، یوه ډله قاضیان به په هر درو واړو ډلو کې ددغه پړاؤ دګډون کونکو ارزونه وکړي .د سیالیو په دغه پړاؤ کې حاضر ایراني او بهرني قاضیان په حضوری بڼه او د هنري حوزې په اندیشه نومې هال کې په شتون سره د ګډون کونکو چارې ارزوي.په دغو قاضیانو کې اتلس سړي چې دیارلس پکې ایراني او پنځه بهرني قاضیان دي او له دغو یودیرش قاضیانو څخه دیارس هم قاضیانې دي چې په هغو کې اوه ایرانۍ میرمنې او شپږ هم بهرنۍ میرمنې دي .په دغو قاضیانو کې ځيني داسې کسان هم شته چې په تیرو پړاؤنو کې اصلا نه وو لیدل شوي چې دا یوه جالبه خبره ده .
د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤ نهائي مرحله د کب د میاشتې له نهمې تر څوارلسمې نیټې پورې د نهه ویشتو هیوادونو داستازو په توګه د ۶۲ګډون کونکو په شتون سره په ویډیوئي لینک سره ترسره کیږی .