ایکناخبري آژانس د العهد له قوله راپور راکړ، د لبنا د حزب ا... ولسی غورځنګ د اجرائي شورا مشر سید هاشم صفی الدین د اوکراین د جنګ په غبرګون کې روښانه کړې ده ، له درستو غمیزو د لبنان او سیمې خلاصون د امریکا له سلطې څخه په حقیقي آزادۍ سره ممکن کیږي.
صفی الدین زیاته کړې ، امریکا او لویدیځ اوکرانیّان ولمسول او دوي ته ئې د ملاتړ او ملګرتیاژمنې ورکړې ، خو کله متوجه شول چې د دوي ګټې په خطرې کې دي ، نو ورڅخه ئې مخ واړوۀ څو خپلې ګټې وساتي .
د لبنان د حزب ا... د اجرائي شورا مشر ددې خبرې په کولو سره چې د امریکا ولسمشر جوزف بایډن له دې وروسته چې وئې لیدل موضوع جدي ده ، په دغه پوځي ډغرې کې ئې دګډون لپاره د خپل هیواد شاتګ اعلان کړ او وې وئيل ، دا هماغه شی دی چې امریکا له دې لارې ځيني کسان ، په لبنان کې د فتنې جهنم ته وکاږل او وروسته ئې یوازې پریښودل .
اوکراین د ۲۰۱۴ کال راهسې ددغه هیواد دوخت د حکومت په ضد د لویدیځ پالو په کودتا پسې ددغه هیواد په ختیځ دوبناس سیمې کې د حکومت او مخالفانو د نښتو ډګر دی .