ایکناخبري آژانس راپور راکړ،د ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو داته دیرشم پړاؤ دترټولو وروستۍ ورځې پروګرامونه ،د تهران د هنري حوزې په اندیشه هال کې د ځوان قاري محمد امین نبي لو د تلاؤت په زړه پورې غږ سره پيل شول .
په راپور کې وئيل شوي ، ددغه پروګرام اجرا، چې په مستقیم ډول د ایران له قرآن او معارف چینل څخه ، د ایکنا د انسټاګرام له پانې او دغه راز له قرآن ریډیو خپریدله ، د احمد نجف او محمد هادی صلح جو په غاړه وه .
ددغو سیالیو په داؤري پلاوي یا قاضیانو کې د ایران یو دیرش او د نورو هیوادونو اوو قاضیانو شتون درلود. د سیالیو د ترسره کیدونکي هال کې د پاکستان ، پنځلس قرآني چارو شخصیّتونه ، دافغانستان یو شمیر قاریان ، او ځيني ماموران او د ښونې او روزنې د وزارت یو شمیر مسئولان او دغه راز د د قرآن اوعترت د مرکزونو مشرانو شتون درلود.
دغه سیالۍ پاي ته رسیدلي دي او قاضیانو خپل کار پیل کړی دی . دا هم وئيل شوي دي چې د سیالیود نتیجو د اعلانولو په دستورو کې ممکنه ده د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي هم ګډون وکړي .چې په دې اړه به معلومات ستاسو خدمت ته وړاندې کړو.