ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د رجب د میاشتې دریمه نیټه د حضرت امام حسین علیه السلام د نیکمرغه زوکړې ورځ ده چې ددغې ورځې په درنښت اوعظمت ته په پام سره داسلامی انقلاب ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی په ایران کې دغه ورځ د پاسدار ورځ هم نومولې ده .
د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دیوه لمسي او دامامت او ولایت د آسمان ددریم ځلانده ستوري حضرت امام حسین علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې له رارسیدا سره په یووخت دعراق په کربلاکې د هغه بزرګوار سپيڅلی حرم د لکونو عراقیانو او نورو بهرنیانو زیارتوالو کوربه دی
په دې مناسبت په درستې نړۍ په تیره بیه په درست ایران کې ولولناک جشنونه روان دي ، او دغه راز په دغو جشنونو کې ګډون وال او ویناوال د حضرت امام حسین علیه السلام د سیرت او عظمت په بیانولو او اوریدو سره خپله مینه ماتوي .