ایکناخبري آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ ،په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت دخارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي نن په کابل کې له یوشمیر افغان تاجرانو او اقتصادي کارپيژاندو سره په کتنې کې ووئیل ، دغه حکومت هڅه کوي ، چې له هیواده په بهر کې ددیره افغانانو له توانمنیو څخه د افغانستان د پرمختګ او دحالاتو د ښه کیدا لپاره استفاده وکړي .
په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، لورو په دغې ناستې کې د افغانستان د اقتصادي او سیاسی وضعیّت ، دزده کړې د بهیر ، په بهر کې ددیره افغانانو له توانمنیو څخه د لازمې استفادې او دغه راز په نوي حکومت کې د مثبتو بدلونونو د اهمیّت او دهغو دساتنې په باب د نظر تبادله وکړه .
له امیر خان متقي سره په کتنې کې ګډون کونکو هم وئیلي دي ،د طالبانو له حکومت سره د ملګرتیا لپاره تیار دي .
په افغانستان کې د طالبانو ډلې قدرت ته په رسیدا پسې ، امریکا د دغه هیواد ولس کابو لس میلیارډ ډالري شتمنۍ کنګل کړي او اوس ئې د نغرلو هڅه کوي ، چې دغې چارې د افغانانوپر مالی او اقتصادي حالاتو ئې ډيرې منفي او کرغیړنې اغیزې شیندلي دي .
د افغانستان تاجران او سیاسی کارپوهان په دې اند دي چې د امریکا دغه اقدام یو ډول غلا ده چې دافغانستان اقتصاد ته ئې ډير تاوان رسولی دی .